معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنۍ؛ د افغانانو کنګل شوې پانګه زمونږ حق نه دی

د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنۍ؛ د افغانانو کنګل شوې پانګه زمونږ حق نه دی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۲۶مه او د اګسټ میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ڼېټې بریدونو کې د وژل شویو وګړو کورنۍ وايي، د افغانانو کنګل شوې پانګه د دوی حق نه دی.
د امریکا (انډیپنډینټ) فارسي ژبې ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو یوشمېر کورنیو د بایډن له دولت څخه غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پانګه ازاده کړي.
ورځپاڼه وايي، د شاوخوا اتیا قربانیانو کورنیو په یوه لیک کې له جو بایډن غوښتي چې امریکا دې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر د قربانیانو کورنیو ته نه ځانګړي کوي.
د دوی په وینا، ځکه چې دا د افغانانو حق دی او باید ژر تر ژره دوی ته وسپارل شي.
په دغه لیک کې راغلي چې له قانوني اړخه د بایډن پرېکړه مشکوکه او له اخلاقي اړخه ناروا ده نو له همدې امله د بایډن ادارې ته په کار ده چې ژر تر ژره د افغانانو پانګه ازاده کړي.
دوی وایي افغانان تر امریکایي وګړو ډېر دغه پیسو ته اړتیا لري نو ځکه یې د بایډن له ادارې د دغه شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د بایډن ادارې د افغان پانګې په اړه د بحثونو لړۍ درولې ده.
د امریکا دولت له دغه تصمیم وروسته چې په مستقیم ډول د دغه هېواد د جهمور رئیس بایډن تر نظر لاندې ونیول شو چې وروسته یې حکم وکړ چې د دغو شتمنیو ۳،۵ ملیارده ډالره د سپتمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.
دغه تصمیم په دې دلیل چې افغانستان او د افغانستان خلک د سپټمبر د یولسمې نېټې په پېښو کې لاس نه درلود د کابل او د یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یو ظالمانه تصمیم وبلل شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس