معماری
خانه / ادب و هنر / د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ مشاعره ترسره شوه!

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ مشاعره ترسره شوه!

 

راپور لیکونکی/ د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ځانګړو مراسمو ولمانځله.

هغه مراسم چې په همدې مناسبت د روان کال د زمري په څوارلسمه نېټه د ګهیځ ټولنې په مرکزي دفتر کې جوړ شوي وو، د هیواد ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، ژورنالیستانو او د ادب مینوالو پکې برخه اخیستې وه.

غونډې ته لومړی د ګهیځ ټولنې مشر سردار محمد دیندارخېل خپله پرانیستې وینا واوروله، او ټولو ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د ګهیځ ټولنې په فعالیتونو رڼا واچوله، نوموړي زیاته کړه: ګهیځ ټولنې په تیرو څو کلونو کې بېلابېل علمي پرګرامونه، سیمنارونه او د ظرفیت لوړونې لنډمهالي ورکشاپونه جوړ کړي دي او د قانون په چوکاټ کې یې د لیکوالانو او ژورنالیستانو د حقونو ساتنه کړې او د پېښو څارل او تعقیب یې خپله دنده بللې.

ښاغلي دیندارخېل د خپلو خبرو په پای کې د ګل پاچا الفت یو غزل چې د خپلواکۍ په اړه لیکل شوی ؤ هم واورولو، ورپسې د غونډې ویاند فرهاد بیدار په یوې ښکلې څلوريزې سره مشاعره پیل کړه چې پکې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینوالو د خپلواکۍ په اړه شعرونه، ترنمونه،او نثرونه ګډونوالو ته واورول، د مشاعرې په پای کې لیکوال او ژورنالیست حبیب وقار شاعران د شعر ترڅنګ نثر او ژباړې ته هم وهڅول او ترنم یې د مشاعرې ځانګړې برخه یاده کړه چې په وینا یې غونډې ته یې ښګلا وربښلې وه، همدا راز د ګهیځ ټولنې مشر سردارمحمد دیندارخېل د دوهم ځل لپاره ستیج ته تشریف راوړ او یاده مشاعره یې مثبته و ارزوله او د ټولو شاعرانو او ګډونوالو څخه یې مننه وکړه، همداراز د هغوی شعرونه یې وستایل، هغه وویل د شعر تر څنګ نثر ته هم باید توجه وشي او دا ډول ادبي ناستې باید زیاتې شي، او په خپلې دعا سره یې پرګرام پای ته ورساوه. دا لومړی ځل نه دی چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه دا ډول ادبي ناستې جوړوي، بلکې تېر کال یې هم د غزل شپې تر عنوان لاندې ځانګړې مشاعره جوړه کړې وه.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس