معماری
خانه / اعلامیه / د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ژورې خواشينۍ خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان نامتو ديني عالم، ليکوال او ژباړن څېړنوال زين الله منلي د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

انا لله وانا اليه راجعون

ارواښاد استاذ زين الله منلی په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې زېږېدلی ؤ، لومړنۍ زده کړې يې د خپلې سيمې په جوماتونو کې ترسره کړې او بيا د ننګرهار د هډې له نجم المدارس څخه فارغ شو.

نوموړي خدای بښلي خپله لومړۍ دنده د هغه وخت د پښتو ټولنې د ادبياتو په مديريت کې پيل کړه چې بیا وروسته یې د افغانستان د قضايي سيسټم په بېلابېلو برخو او د پوهنې وزارت په ځينو برخو کې دندې ترسره کړې او څه موده یې د ابوحنيفه په دیني مدرسه کې د استاذۍ دنده درلوده. همدارنګه خدای بښلي د پښتو ټولنې د تدريساتو د عمومي مديريت او همدارنګه د کابل مجلې د مرستيال دندې هم ترسره کړې دي.

مرحوم استاذ زین الله منلي. په ديني، ادبي، تاريخي او ټولنيزو برخو کې ګڼ آثار ليکلي یا یې ژباړلي، چې چاپ شوي هم دي او په لسګونو نور، ناچاپ اثار هم لري.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې اداره او مشرتابه پلاوی، په داسې حال کې چې د مرحوم استاذ زین الله منلي مړینه د افغانستان د لیکوالو او ژباړنو په صف کې یوه لویه تشه ګڼي، نوموړي ته له الله پاک نه مغفرت او جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او په تېره بیا د نوموړي زوی استاذ نجیب الله منلي ته صبر او اجر غواړي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس