معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د جلال آباد د چکنوریو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو څخه په نا قانونه ډول پیسې اخیستل کېږي

د جلال آباد د چکنوریو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو څخه په نا قانونه ډول پیسې اخیستل کېږي

د جلال آباد د چکنوریو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو څخه په نا قانونه ډول پیسې اخیستل کېږي
راپور/ ساحل اتل
ګهیځ داسې اسناد او شواهد موندلي چې ښکاروي د جلال آباد ښار اړوند د چکنوریو لېسې مدیریت له ښوونکو څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخلي.
ګهیځ ته په لاس ورغلي اسناد ښکاروي چې د دې لېسې مدیر تاج الدین چپاو له هغو ښوونکو څخه چې په همدې لېسه کې غواړي له سهار دورې ماسپښین دورې ته ځان تبدیل کړي، یوه اندازه پیسې اخلي.
همدا راز د ګهیځ موندنې ښیي چې د چکنوریو لېسې یو شمېر هغه استادان چې هره ورځ ښوونځي ته نه راځي او غیر حاضري کوي، دوی هم د لېسې مدیر ته یوه اندازه پیسې ورکوي چې په بدل کې يې دغه ښوونکي د لېسې د مدیریت له لورې نه غیرحاضريږي.
د همدې لېسې یو تن ښوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط ګهیځ سره په خبرو کې وویل: “دلېسې‌ مدیر د ځینو استادانو څخه پیسې اخلي، ځینې استادان چې مثلا په ماسپښین دوره کې خوشحاله دي، هغوی غواړي چې په هماغه وخت کې پاتې شي، نو دی پیسې ترې اخلي.”
پر دې سربیره د ګهیځ د معلوماتو پر اساس د چکنوریو لېسې له ښوونکو څخه، دوی ته د ښوونکو په ښار ګوټي کې د هستوګنې د نمرې د ورکړې په نامه درې ځله پیسې اخیستل شوې خو د دوی د نمرو مسأله لا هم حل شوې نده.
د یادې لېسې یو تن ښوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط په دې اړه ګهیځ ته وویل : “یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې له هر ښوونکي څخه سل سل افغانۍ ټولې شوې، بل وار بیا دوه سوه افغانۍ له هر کس څخه ټولې شوې دي، د ځینو ښوونکو څخه خو لا پنځه سوه افغانۍ هم اخیستل شوې دي.”
دغه ښوونکی همدارنګه زیاتوي چې: “له یادو پیسو څخه يي د هر ښوونکي څخه اخیستل شوې سل افغانۍ د ښوونکو د د هستوګنو نمرو په نامه یوې اتحاديې ته سپارل شوې خو دوه سوه افغانۍ نورې يې د لېسې د مدیریت له لورې غیب شوې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې یوازې په وروستي ځل د ۱۰۶ تنو ښوونکو پیسې چې ۳۱۸۰۰ یو دېرش زره او اته سوه افغانۍ کېږي، د ښوونکو اتحاديې ته سپارل شوې دي.
پر دې سر بیره د چکنوریو لېسې ځیني ښوونکي هم له خپلو زده کوونکو څخه د هغوی نتایجو د جوړولو په نامه، له هر زده کوونکي څخه سل سل افغانۍ اخلي، په داسي حال کې چې د ټولګي د نتایجو جوړول د ښوونکو د دندو لایحې له مخي د ښوونکي دنده ده.
له زده کوونکو څخه د نتایجو جوړولو د کانکور آزموینې لپاره د ثبت نام پیسې، نه یوازې د چکنوریو په لېسه، بلکې د ننګرهار په اکثره لېسو کې پداسي حال کې اخیستل کېږي چې د پوهنې وزارت د یوه مکتوب له لارې د ټولو ولایتونو د پوهنې له ریاستونو څخه غوښتنه کړې چې له زده کوونکو څخه باید په دې نومونو پیسې وانخیستل شي.
ګهیځ د پوهنې وزارت د هغه مکتوب کاپي موندلې چې په هغه کې د معارف ریاست په دولتي ښوونځیو کې د اضافه پیسو له اخیستلو منع شوی دی، دغه مکتوب د ۱۳۹۸ لمریز کال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست اړوند د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته لېږل شوی دی.
په یاد مکتوب کې لیکل شوي دي چې د تحریراتو عمومي مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتي مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د نتایجو او د آزموینو د پارچو لپاره پیسې وانخلي.
پر پورته ستونزو سر بیره، د چکنوریو د لېسې یو زده کونکی چې خپل نوم یې نعمت الله یاد کړ، ګهیځ ته وویل چې ددې ځینې استادان هم له هغه زده کوونکو څخه پیسي اخلي چې د تعلیمي کال په ترڅ کې یې غیر حاضري ډېره وي او بیا ددې پیسو په بدل کې هغه زده کوونکي نه محروموي.
رحمت الله په دې اړه وايي: “د ټولګیو نګران استادان له هغو شاګردانو نه پیسې اخلي چې ټول کال په صنف کې غیر حاضر وي، چې کله امتحانونه شي یو دم را پیدا شي بیا نمرې هم له نورو زیاتې اخلی؛ فساد نور څه رقم وي؟.”
همدارنگه د دي ښوونځي څو زده کوونکو له ګهیځ سره په خبرو کې وویل چې په ښوونځي کې يي ستونزې تر دې هم زیاتې دي، دوی وايي د درسونو کیفیت يي سم ندی، په هر ټولګي کې د زده کوونکو شمېر زیات دی، درسي کتابونه نلري او حتی په ښوونځي کې د زده کوونکو د ناستې لپاره فرشونه هم نشته دي.
د ګهیځ خبریال د چکنوریو په لېسه کې د فساد ټول شواهد، د دې لېسې له مدیر تاج الدین چپاو سره شریک کړل، نوموړی دا مني چې د ښوونځي له ښوونکو د نمرو په نوم درې ځله پیسې اخیستل شوې خو دی وايي هر ځل یو رسمي نماینده دغه پیسې ټولې کړي دي او د لېسې مدیریت په دې کې کار نلري.
نوموړی وايي: “یو کس چې ځان مدني فعال بولي او کوم رسمي جواز هم نلري د ښار د پوهنې مدیریت نه يې مکتوب راوړی او له ښوونکو څخه یې د نمرو لپاره ۳۰۰ درې سوه افغانۍ اخیستي دي.”
پدې توګه د یادې لېسې مدیر له ښوونکو څخه د هغوی د نمرو لوړولو په نامه یا د درسي وخت د بدلولو په نامه د غیر قانوني پیسو له اخیستلو څخه په کلکه انکار کوي او وايي چې د هېڅ ښوونکي څخه يي پیسې ندي اخیستي او وایي چې کوم ښوونکي چې اوس مهال پدې ښوونځي کې اضافه بست دي، ډېر زر به يي د پوهني ریاست ته ور وپېژني تر څو نورو ښوونځيوته په خدمتي توګه تبدیل شي.
د ګهیځ موندنې ښيي چې د دې لېسې مدیریت د زده کوونکو د بایسکیلونو د ساتنې لپاره د هر زده کوونکي څخه لس افغانۍ تر لاسه کوي.
په داسې حال کې چې دغه ښوونځی څلور زره تنه زده کوونکي لري، که داسې وګڼو چې لدې څلور زرو څخه یې ډیره کمه اندازه یعنې ۳۰۰ تنه هغه زده کوونکي دي، چې پر بایسکیل ښوونځي ته راځي، نو له دې لارې هره ورځ درې زره افغانۍ ناقانونه پیسې د لیسې ادارې ته په لاس ورځي چې د میاشتي ۹۰ زره افغانۍ کېږي.
پورته ټول مسایل مو د ننګرهار د پوهنې ریاست له ویاند محمد اصف شینواري سره شریک کړل، نوموړی پدې تړاو وايي چې موږ ته د دې لېسې په اړه تر اوسه کوم شکایت ندی راغلی چې ګواکې د لېسې مدیر دې د ښوونکو څخه پیسې اخلي.
نوموړی وايي د ښوونکو په ښارګوټي کې د پیسو په بدل کې د هستوګنې نمره ورکول، د ښوونکو د خپلې اتحادیې له لوري ترسره کېږي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي: “ښوونکي خپله یوه ټولنه لري د هرې لېسې یو استازی پکې دی چې ښوونکو خپله رامنځ ته کړې او د پوهنې ریاست پکې رول نلري.”
دی زیاتوي چې: “د معلمانو ښارګوټی یو لړ مصارف لري او د پوهني ریاست د دې لپاره بودیجه نلري، همدارنګه پوهنې ریاست نه ښوونکي مجبور کړي چې پیسې دې ورکړي، او نه دا ټولنه او د پوهنې ریاست کوم جوړ جای سره لري.”
که څه هم د پوهنې ریاست ویاند پدې ښوونځي کې د فساد په اړه بې خبري ښيي خو وايي چې د دې ټولو مسایلو د حل لپاره به هلته څېړنه وکړي او که چېرې فساد موجود وي، نو په وړاندې به يي قانوني اجرات وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس