معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ثور د اتمې په تړاو د ذبیح الله مجاهد پیغام: هیله لرو چې یرغلګرو هیوادونو عبرت اخستی وي

د ثور د اتمې په تړاو د ذبیح الله مجاهد پیغام: هیله لرو چې یرغلګرو هیوادونو عبرت اخستی وي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) چې په افغانستان کې د شوروي یرغلګرو له ماتې سره برابره ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، چې لا هم د افغانانو په منځ کې په ټول توان سره د ازادۍ احساس موجود دی او په دې برخه کې کلک هوډ او عزم لري څو د خپل دین او هیواد ساتنه وکړي.

مجاهد وویل، هیله من دی چې یرغلګرو هېوادونو د راتلونکي لپاره ډېر درسونه زده کړي وي او نور له افغانستان او خلکو سره یې د دښمنۍ لاره و نه نیسي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دوی د هیڅ هیواد په خاوره د یرغل نیت نه لري او له نورو هیوادونو څخه د متقابل درناوي او خوندي ژوند هیله لري.

د اسلامي امارت د ویاند په نننۍ (پنجشنبه د می ۲۸) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د مې په ۲۷ مه په افغانستان کې کمونستانو کودتا وکړه چې دا کودتا په هېواد کې د «ډېرو بدبختیو، کړاوونو او ناورین پیل» سبب شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس