معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د المپیک نړیواله کمېټه: افغان اتلان دې په نړیوالو ډګرونو کې شتون ولري

د المپیک نړیواله کمېټه: افغان اتلان دې په نړیوالو ډګرونو کې شتون ولري

د المپیک نړیوالې کمېټې په سپورټي برخه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

په خپرو شو راپورونو کې راغلي چې د المپیک نړیوالې کمېټې د اسیايي برخې چارواکو په دوحه کې د افغانستان د المپیک کمېټې له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د نړیوالې کمېټې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې د لوبو په برخه کې به یې فعالیتونه دوام کوي. اعلامیه زیاتوي چې، د المپیک نړیوالې کمېټې اصولو ته د ژمن پاتې کېدو او په افغانستان کې د لوبغالو او لوبغاړو حقونو او فعالیتونو ته د درناوي ژمنه یې ور سره کړې ده.

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې افغان لوبغاړي او اتلان په نړیوالو سپورټي میدانونو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړلی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس