معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دفاع وزیر له واخانه ساتنه کوو؛ هغه د افغانستان د سر حیثیت لري

دفاع وزیر له واخانه ساتنه کوو؛ هغه د افغانستان د سر حیثیت لري

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب وايي، چې واخان د افغانستان سر دی او څو چې ا.ا واکمن وي، افغانستان به خوندي وي.

هغه دا خبرې د ا.ا د بیا واکمېدو لومړۍ کالیزې په غونډه کې کړې دي.
محمد یعقوب پرته له دې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلي وویل، په هېواد کې په یوه او بل نوم را پورته کېدونکی بغاوت به وځپي.

نوموړي د ا.ا پر چارواکو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي او په وینا یې، د خپل ځان قاضي واوسي.

د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټينګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس