معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت په تېرو ۷۸ ورځو کې نژدې ۲۷ ملیارده افغانۍ ټولې کړي دي

حکومت په تېرو ۷۸ ورځو کې نژدې ۲۷ ملیارده افغانۍ ټولې کړي دي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د تېرو درې میاشتو په ۷۸ کاري ورځو کې یې شاوخوا ۲۶.۹۱۵ملیارده افغانۍ عواید لرل.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمګاني د مالیې وزرات له قوله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې عوايد یې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي، داسې چې یوازې د تېرې اونۍ د چهارشنبې او پنجشبې په ورځو کې یې ۵۵۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

سمګاني همدا شان لیکلي، چې د مالیې وزارت لخوا ټولو دولتي مامورینو ته د درې میاشتو معاشونه په یو ځايي ډول ورکوي.

نوموړی زیاتوي، په تېر حکومت کې د دولتي تقاعد شوو مامورینو پیسې هم ورکوي خو وايي، چې د ځینو تخنیکې ستونزو له امله دغه بهیر ولاړ دی او دوی یې د جوړولو په لټه کې دي.

انعام الله په داسې وخت کې د کارمندانو د معاشونو د ورکړې خبره کوي، چې خلک د بې کارۍ، خراب اقتصادي وضعیت او د پیسو له نه شتونه سر ټکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس