معماری
خانه / ادب و هنر / تر یوه ځنډ وروسته د بیا پیل شوي افغان ادبي بهیر دوهمه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې جوړه شوه او د یوه ځوان شاعر د غزل تر ارزونې وروسته یې آزاده مشاعره وکړه.

تر یوه ځنډ وروسته د بیا پیل شوي افغان ادبي بهیر دوهمه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې جوړه شوه او د یوه ځوان شاعر د غزل تر ارزونې وروسته یې آزاده مشاعره وکړه.

تر یوه ځنډ وروسته د بیا پیل شوي افغان ادبي بهیر دوهمه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې جوړه شوه او د یوه ځوان شاعر د غزل تر ارزونې وروسته یې آزاده مشاعره وکړه.
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د تېرې ناستې راپور وړاندې شو چې ځای ځای د ګډونوالو له تبصرو او سمونو سره ناسته مخ ته ولاړه.
د تېرې ناستې تر راپور وروسته ځوان شاعر رضوان اوبرنګ خپل غزل ګډونوالو ته د نقد او کره کتنې ته وړاندې کړ چې حاضرینو هر یوه په خپل وار بیت په بیت خپل نظرونه او نقد پرې وړاندې کړل.
د ناستې په دوهمه برخه کې د ګهیځ ټولنې مرستیال استاد رحیم الله حریفال په ګډون ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د حاضرینو او ګډوالو له خوا په ګرمۍ استقبال شول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې یادې ناستې د ارزولو په اړه د غونډې مېلمه او مشر نظرونه څرګند کړل چې دواړو د غونډې بهیر مثبت و ارزاوه او کره کتنې ته وړاندې شوی غزل یې ډېر ښه یاد کړ. لوستل شوي شعرونه یې وستایل او د بهیر له بیا پیل نه یې خوښي څرګنده کړه .
همدارنګه د غونډې په پای کې د بهیر د راتلونکې غونډې په اړه پرېکړه وشوه چې بله ناسته به د مشهور کیسه لیکونکي مرحوم نصیر احمد احمدي د لومړي تلین په پار د دوی فن او ژوند ته ځانګړې شي. او د خدای بښلي احمدي د ناول لیکنې پر بېلابېلو اړخونو به خبرې وشي.
د ګهیځ لیکوالو او ژوزنالیستانو ټولنې مرستیال او علومو اکاډمۍ د پښتو ادبیاتو د مرکز علمي غړي رحیم الله حریفال چې د یاد بهیر د بیا پیل له بنسټګرو هم شمېرل کېږي پدې اړه ګهیځ ته وویل چې د بهیر د ناستو او غونډو په بیا پیل سره ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته د هغوی د پنځونو د سمون او اصلاح بیا زمینه برابره شوه او د شعر او ادب د ډګر د نومیالیو(لکه خدای بښلی احمدي) په یادونې سره له راتلونکي نسل سره د هغوی تړاو ټینګېږي.
ښاغلي حریفال زیاته کړه چې بهیر به بیا هم یوازې د څو ځوانو شاعرانو او لیکوالو پر آثارو او پنځونو نه را څرخي، بلکې تر ډېره به د یوې اکاډمۍ په څېر د پښتو شعر او نثر د ښه سمون او غوړېدو په موخه فعالیت کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس