معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهر ته وړل شوې د افغانستان چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته سپارل کېږي

بهر ته وړل شوې د افغانستان چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته سپارل کېږي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږي/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د ځینې بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان د پاشل شوې اوردو چورلکې له تروریزم سره د مبارزې په موخه د هوکړې پر بنسټ د تاجکستان او ازبکستان په واک کې ور کول کېږي.
پولیټیکو خبري شبکه وايي، دا چورلکې چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ ته رسېږي، امریکا د یو غیر رسمي امنیتي تړون پر بنسټ له تروریزم سره د مبارزې لپاره دغو هېوادونو ته سپاري.
پولیټیکو د خپلو سرچینو له قوله دا هم ویلي، چې دا معامله کولی شي په اوږد مهال کې د امنیتي معلوماتو ترلاسه کولو او د تروریستي فعالیتونو د څارنې لپاره د دریمې سیمې د ایجاد لامل شي.
کال وړاندې د جمهوریت له سقوط سره سم د افغانستان د پخوانۍ اوردو ګڼ شمېر الوتکې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته یوړل شوې، چې د تېر کال ۱۵م د اګسټ راهیسې هلته دي.
د ا.ا حکومتي چارواکو ویستل شوې چورلکې د افغانستان ملکیت بللی او په وار وار یې د دې غوښتنه کړې چې بېرته دې دغه هېواد ته وسپارل شي خو تر اوسه د دغو چورلکو په تر لاسه کولو نه دي بریالي شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس