معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بایډن: د فریرېکس د خوشې کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

بایډن: د فریرېکس د خوشې کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږي/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د امریکا ولسمشر جوبایډن د حاجي بشر نورزي په بدل کې د یوه امریکایي وګړي مارک فریریکس خوشي کول یوه سخته پرېکړه بللې ده.

بایډن د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې حکومت یې د امریکایي وګړو د خوندیتوب لپاره دا ډول پرېکړو ته اړ دی.
له سپینې ماڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې د بایډن له قوله راغلي: ” د مارک د خوشې کېدو لپاره مذاکراتو یوه بریالۍ حل لاره را وړاندې کړه، د یوې سختې پرېکړه اړتیا وه چې ساده مې نه ګڼله. زما دولت د هغو ټولو امریکایانو خوندي راستنېدو ته لومړیتوب ورکوي چې له هېواده بهر یرغمل او په ناقانونه ډول نیول شوي. خپلو دا وړ هڅو ته به دوام ورکړم.”

امريکايي وګړی مارک فرېرېکس چی شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې هغه مهال د اسلامي امارت لخوا تښتول شوی و پرون له افغان سوداګر حاجي بشر نورزي سره په تبادله کی خوشې شو.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي ویلي، چې بشر نورزی د یوه امريکايي وګړي مارک فریرېکس سره په تبادله کی راخوشې شوی چې دغه اقدام له امریکا سره د اړیکو نوی باب دی.
هغه ورته مهال د امریکا او افغان سرپرست حکومت تر منځ د مسائلو د هواري لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
مارک فریریکس” په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا تښتول شوی، د امریکا متحده ایالتونو تر دې مخکې هم د یاد امریکايي وګړي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس