معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران د ا.ا.ا درې نوي ور لېږل شوي استازي منلي دي

ایران د ا.ا.ا درې نوي ور لېږل شوي استازي منلي دي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوايي یا ثور ۶مه او د اپرېل میاشتې له ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان نوي حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازي لېږلي دي.
د رسنیو د راپور له مخې، د دغو کسانو له ډلې یو یې د سفارت دوهم مرستیال او دوه نور یې عادي کارکوونکي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټانو تګ راتګ عادي خبره ده او د نوي حکومت د رسمیت پېژندل کېدو له مسلې سره کوم تړاو نه لري.
دا کسان داسې مهال ایران ته ځي چې تر دې وړاندې ایران ویلي وو، تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي نو ایران به یې ډیپلوماټان و نه مني.
تر ایران وړاندې ګڼو نورو هېوادونو لکه قطر، روسیې چین او پاکستان هم د افغانستان د نوي حکومت استازي په سفارتونو کې منلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس