معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران ته د بهېدونکو اوبو د اندازه کولو لپاره سټېشنونو جوړېږي

ایران ته د بهېدونکو اوبو د اندازه کولو لپاره سټېشنونو جوړېږي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده) افغانستان او ايران پرېکړه کړې چې د هلمند په اوبو کې د ايران د حقابې د اندازه کولو لپاره د دريو سټېشنونو د جوړولو عملي چارې پيل کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزير په مشرۍ افغان پلاوي د ايران د انرژۍ د وزير په مشرۍ له ايراني پلاوي سره کابل کې کتلي دي.
سرچينه زياتوي چې دې کتنه کې د هلمند سيند په اوبو کې د ايران د حقابې د ورکړې په اړه بحث شوی او افغان لوري ويلي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ د ايران د حقابې ورکړې ته ژمن دي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې په دې برخه کې د ناندريو د پای ته رسېدو لپاره به په ټاکلو نقطو کې د اوبو د مقدار د سنجولو لپاره د سټېشنونو د جوړولو عملي چارې پيل کړي.
د ايران د انرژۍ وزارت دغه راز له افغان لوري سره ژمنه کړې چې د بادي برېښنا د توليد او لويو ښارونو ته د څښاک اوبو د لېږد په برخه کې به له ا.ا سره خپلې تجربې شريکې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس