معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایرانه کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند؛ لاریونوالو هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی

ایرانه کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند؛ لاریونوالو هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) په هرات کې یو شمېر لاریونوالو د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی.
د ځایي رسنیو له خوا په خپرو شویو تصویرانو کې ښکاري چې د کونسلګرۍ مرکزي دروازې ته اور ورته کړل شوی دی.
ورته مهال ایران په افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې هکله وايي: ”د افغانستان په هرات او نورو ښارونو کې باید د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت او استازولیو لپاره په خوندي چاپیریال کې د فعالیت زمینه برابره شي او امنیت یې په بشپړ ډول خوندي ساتل شي. ”
تر اوسه په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید لامل معلوم نه دی، خو په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ویډيي کلیپونه خپاره شوي، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینې کسانو “زور زیاتی” ښيي.
په خواله رسنیو کې دې ویډیويي کلیپونو ته په پراخه کچه غبرګونونه څرګند شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او په له افغان کډوالو سره یې د ایرانیانو چلن غیر انساني وباله.
ایراني چارواکي بیا وايي، دا ویډیويي کلیپونه په ایران پورې تړاو نه لري او د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: ”د ایران په هکله د وېرې یا افغانستان په هکله د وېرې رامنځته کولو ” لپاره دا ډول تصویرونه خپرېږي.
تېره ورځ پلازمېنه کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وشوه.
د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ”د ناوړه چلن ” په تړاو د ویډیويي کلیپونو ارزونه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس