معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران؛ له رسمیت پېژندو وروسته د نوي افغان حکومت ډیپلوماټان منو

ایران؛ له رسمیت پېژندو وروسته د نوي افغان حکومت ډیپلوماټان منو

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) د ایران حکومت ویلي، چې د اوس لپاره په خپل هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت ډېپلوماټان نشي منلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتان د دغه هېواد د پخواني حکومت استازي دي او د افغانستان نوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي، څو نوي استازي را ولېږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې په دې اړه نړیوال کنوانسیونونه روښانه دي.
تر دې وړاندې په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت ورلېږلي ډيپلوماټان منل شوي او هغوی ته یې باور لیکونه هم ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس