معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اندړ: که ا.ا څوک اړ نه کړي پر وړاندې یې جګړه معقولیت نه لري

اندړ: که ا.ا څوک اړ نه کړي پر وړاندې یې جګړه معقولیت نه لري

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۲۳مه او د اپرې ۱۲مه نېټه ده) د جمهوریت پر مهال د ملي امنیت ویاند رحمت الله اندړ وايي، په افغانستان کې د هیڅ ډول جګړې پلوی نه دی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، هر خوځښت او مقاومت چې له بهره یې ملاتړ کېږي، نه د افغانستان په ګټه دی او نه هم د هېواد د کشالې د هواري لاره ده.
اندړ په ښکاره نه دي ویلي چې دا خبرې یې ولې او چا ته کړي خو تېره ورځ د پخواني حکومت د پوځ یوه جنرال سمیع سادات ویلي و، چې له هېواده بهر پاشل شوی پوځ راټولوي او د اوسني حکومت پر وړاندې د وسله والې مبارزې چمتوالی نیسي.
د ا.ا.ا چارواکو یې په ځواب کې ویلي و، چې د سادات څرګندونې په هیڅ ډول غبرګون نه ارزي. په وینا یې ځکه چې هیڅ نشي کولی.
د رحمت الله اندړ بیا وايي، که اوسنی حکومت څوک جګړې ته اړ نه کړي په مقابل کې یې جګړه هیڅ معقولیت نه دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس