معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا وايي له افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده

امریکا وايي له افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۲۳مه او د اګسټ میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي او د دې هېواد د بشري بحران د هواري په برخه کې کلک هوډ لري.

وېسټ بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایي موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې USID له افغانستان سره د په درې بستو کې د ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړه.

متحدوایالتونه له افغانستان سره د دې مرستې خبر په داسې حال کې ورکوي چې د تېرکال په اګست کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د غذايي موادو د خوندیتوب نه شتون او اقتصادي بحران د پراخېدو په حال کې دی او میلیونونه افغان ماشومان له تعلیم څخه بې برخې شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس