معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا به د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام کوربه وي

امریکا به د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام کوربه وي

د کرېکټ نړيوالې شورا په متحده عربي اماراتو کې د شورا د غړو په سلا مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړيوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړي دي، چې له مخې به یې امریکا او نميبيا په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي.

د راتلونکي ۲۰۲۴میلادي کال د نارينه وو شل اوريز جام به د امریکا او وېسټ انډيز په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.

له دې اته مياشتې وروسته د ۲۰۲۵ په فبرورۍ مياشت کې به پاکستان د چمپينز ټرافۍ کوربه وي. دا به له ۱۹۹۶ کال راهيسې په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړيوال ټورنمېټ وي.

له دې یوازې اته مياشتې وروسته د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ مياشت کې به پاکستان د چمپينز ټرافۍ کوربه وي.

دا له ۱۹۹۶ کال راهيسې په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړيوال ټورنمېټ دی.

ټاکل شوې په ۲۰۲۶ کال په هند او سرېلانکا کې د کرېکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ وشي.

د ۲۰۲۷ کال اکټوبر یا نوامبر مياشت کې به نميبيا په لومړي ځل د زمبابوۍ او سویلي افريقا سره په ګډه د کرېکټ نړيوال جام کوربه وي.

په ۲۰۲۸ کال په اکتوبر مياشت کې به د شل اوريز نړيوال جام په استراليا او نيوزيلنډ کې وشي او يو کال وروسته به بیا هند د جمپينز ټرافۍ کوربه وي.

په ۲۰۳۰ کال کې به انګلنډ د ايرلنډ او سکاټلنډ سره يو ځای د شل اوريز نړيوال جام کوربتوب وکړي. دا به له ۱۹۹۹ کال راهيسې لومړی ځل وي چې ايرلنډ او سکاټلنډ د کرېکټ د يوې سترې نړيوالې سيالۍ کوربه شي.

د کرېکټ ۲۰۳۱ نړيوال جام به په اکتوبر یا نوامبر مياشت په هند او بنګله دېش کې ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس