معماری
خانه / ژورنالیزم / افغاني رسنۍ او دیني ارزښتونو ته درناوی!

افغاني رسنۍ او دیني ارزښتونو ته درناوی!

افغاني رسنۍ او دیني ارزښتونو ته درناوی!

د ګهیځ ټولنې غړی، عبدالظاهرحمیدي

جوته ده چې په هر هېواد کې رسنۍ باید د هماغه هېواد له قانون او د ټولنې د کلتور او فرهنګ مطابق فعالیت وکړي، ځکه نو په افغانستان کې هم د یوه اسلامي ملک په توګه چې نهه نوي سلنه وګړي یې مسلمانان دي، د ولس غوښتنه داده چې دلته دې هم رسنۍ د افغانستان د نافذه قوانینو او د ټولنې د ارزښتنو او کلتور مطابق وړاندې ولاړې شي.

 خو متأسفانه په دې اړه په افغانستان کې له پخوا د ځینو رسنیو رول منفي ثابت شوی دی چې پایله یې آن د نظامونو په ړنګیدو هم تمامه شوې ده. د مثال په توګه د شاهي نظام په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول د ډېموکراسۍ په لسیزه کې د چپي ګوندونو ځینو چاپي رسنیو داسې مسایل خپاره کړل چې د ولس ذهنیت یې د نظام او ګوندونو پرخلاف راوپاراوه لکه: د مرد نُه زنه تر سرلیک لاندې د یوه کاریکاتور خپرول یا پر لینن درورد ویل، چې د افغاني کلتور او دین پرخلاف ؤ له شاهي دورې په را وروسته کلونو کې هم کله ناکله ځینو رسنیو داسې مسایلو ته لمن ووهله چې ولس یې را وپاراوه او ستونزې یې را وټوکولې.

خو ددې ټولو دورو نه که را تېر شو، دې ته به وگورو چي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو او دلته د انتقالي ادارې تر جوړښت وروسته د رسنیو حالت څه ډول ؤ؟ شک نشته چې په افغانستان کې، په دې دور کې رسنیو تر هر بل وخت زیات پرمختګ کړی او په ځانګړې توګه راډیویي او ټلویزیوني چینلونه ډېر شوي او په دې لسو وروستیو کلونو کې خو د انټرنټ له برکته هر افغان رسنیز ډګر ته کوز شوی او د هر چا په لاس کې رسنۍ ده.

دې حالت ډېرې ستونزې جوړې کړې، ځکه په دې توګه هغه قوانین چې باید په رسنیز ډګر کې ترې کار واخیستل شي، نه عملي کېږی، بلکې ډېری خلک له دې قوانینو ناخبره هم دي، دوی یوازې د مسایلو په خپرولو او تبصـرې کولو پوهېږي او بس.

دلته که اوس د رسنیو له لوري د دیني او ملي ارزښتونو پالل څېړل کېږي، یا به خواله رسنۍ ترې مستثنی کوو یا به قوانین داسې وي چې پر کاروونکو د تطبیق او عملي کولو هېڅ ډول الزام نه وي.

خو ددې سره سره دا یو مثبت اړخ دی چې اوس افغاني رسنیز ډګر ډېر پرمختګ کړی او ورځ تر بلې پیاوړی کېږی؛ اما له دې سره باید قوانین هم باید پراخ او عام شي تر څو هغه وګړي چې غواړي له خواله رسنیو کار واخلي ځیني اصول او قوانین په پام کې ونیسي.

که چېرې دا کار ونشي، بیا به ستونزې ډېریږي او آن کېدای شي دیني علما د خواله رسنیو په ناوړه کارونه د اعتراض غږ اوچت او بالآخره د څو تنو ناوړه کار اخیستونکو له امله دا رسنیز پرمختګ له لاسه ووزي.

د نافذه قوانینونو په رڼا کې رسنیز فعالیت:

ددې لپاره چې موضوع مو سمه څېړلی وي نو ښه ده چې د هېواد نافذو قوانینو ته مخه کړو په ځانګړې توګه رسنیزو قوانینو ته دلته په لومړي سر کې د بیان د آزادۍ خبرې ته ورځو چې قانون یې په اړه څه وایي:

د ټولیزو رسنیو قانون په دوهم فصل کې (حقوق او مکلفیتونه) تر سر لیک لاندې د فکر او بیان آزادي تشریح شوې ده او د څلورمې مادې په لومړۍ فقره کې یې داسې صراحت شوی دی:

(هر شخص د فکر او بیان د آزادۍ حق لري. د دولتي چارواکو له خوا له لاس وهنې، محدودیت او تهدید پرته، د قانون د حکمونو په حدودو کې د اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دي او په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، وېشلو او تر لاسه کولو د وسایلو آزاد فعالیت هم شاملېږي).

دلته مونږ ګورو چې هر وګړی د فکري او بیان د آزادۍ حق لري. د معلوماتو غوښتل، انتقال او نظریاتو بیانول د قانون د حدودو په چوکاټ کې د حکومتي چارواکو له مداخلې او محدودیت پرته شامل دی، اما له دې آزادۍ باید ناوړه ګټه پورته نه کړی شي، ځکه د همدې قانون د شلمې مادې مطابق مونږ ځینې محدوديتونه هم لرو:

شلمه ماده: (د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو ادارې مکلفې دي چې په خپلو خپرونو کې د اسلام د سپېڅلي دین اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او رواني امنیت په پام کې ونیسي.)

په دې ماده کې ټول را‎ډیویي او ټلویزیوني خصوصي چينلونه مکلف کړی شوي دي چې د اسلام د مقدس دین د اصولو او احکامو په رڼا کې عمل وکړي له ارزښتونو ملي، معنوي او اخلاقي حتا تر رواني حالت پورې ټول مسایل باید واضح بیان شي او له دې ارزښتونو باید ساتنه او دفاع وشي. د همدې حکم په اساس ټول نشـرات باید د اسلامي اصولو مطابق روان وي. همدارنګه د یاد قانون د لسم فصل په پنځه څلوېښتمه ماده کې همدا مطلب په پوره صراحت ویل شوی دی:

د ټولیزو رسنیو لسم فصل (هغه آثار او مطالب چې تولید، چاپ او خپرول یې منع دي)

ددې قانون په پنځه څلوېښتمه ماده کې راغلي دي: ددغه قانون په اووه ویشتمه ماده کې په درج شوو ټولیزو رسنیو او مؤسسو کې د لاندنیو رپوټونو او مطالبو تولیدول، تکثیرول، چاپول او نشرول جواز نه لري:

۱- هغه آثار او مطالب چې د اسلام د سپېڅلي دین له حکمونو او اصولو سره په توپیر کې وي.

۲- هغه آثار او مطالب چې نورو ادیانو او مذهبونو ته د سپکاوي لامل وګرځي.

۳- هغه آثار او مطالب چې د حقیقي او حکمي اشخاصو د سپکاوي، تحقیر او د حرمت د هتک یا تر پښو لاندې کولو لامل شي.

۴- هغه آثار او مطالب چې پر حقیقي او حکمي اشخاصو افترا وي او د هغوی شخصیت او اعتبار په ټولنه کې زیانمن کړي.

۵- هغه آثار او مطالب چې له اساسي قانون سره توپیر ولري او د جزا په قانون کې جرم وګڼل شي.

۶- پرته د اسلام له سپېڅلي دین څخه د نورو دینونو تبلیغول او ترویج.

۷- د تاوتریخوالي د تېري د قربانیانو د هویت او د تصویرونو څرګندول په داسې ډول چې ټولیز حیثیت یې زیانمن شي.

۸- هغه آثار او مطالب چې د ټولنې د افرادو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني امنیت او اخلاقي سلامتیا زیانمنوي.

شاید په دې اړه به تر دې زیات صراحت ممکن نه وي، دلته ټولې رسنۍ مکلفې دي چې د هغو مسایلو له نشـر څخه ډډه وکړي چې د اسلام د مقدس دین له اصولو او احکامو سره په مغایرت کې قرار لري او حکومت باید د دې قوانینو او لوایحو په رڼا کې خپل اقدامات ترسره کړي او دا هغه څه دي چې حکومت ورته اختیار ورکړی او پرې مکلف دی چې تطبیق یې کړي. اما متأسفانه نن چې مونږ غږیزې او انځوریزې رسنۍ څارو، ګورو چې تر ډېره یې دا قوانین تر پښو لاندې کړي او داسې مسایل خپروي چې د دین، اخلاقو او ارزښتونو پرخلاف دي حتی ځینې رسنۍ د نورو ادیانو او افکار د خپرولو کوښښ هم کوي په دې توګه دا رسنۍ چې باید د هېواد د رغونې چارې سرته ورسوي په لوی لاس خپل ولس د نابودۍ کندې ته ورټیل وهي.

دیني ارزښتونو ته درناوی:

رسنۍ د هرې ټولنې یا هېواد د دیني او اخلاقي ارزښتونو د دفاع کامیابه وسله او د خپلو ارزښتونو د خپراوي مؤثره وسیله ګرځیدلې، چې د باثباته او بریمنې ټولنې په رامنځته کولو کې یې منلی شوی رول او ځواکمن کردار خورا روڼ او جوت دی. د نړۍ په کومو هېوادونو کې چې د اخلاقي ارزښتونو قدر او قیمت ته په سپکه کتل شوی، هلته ولسونه د بدمرغیو او بد اخلاقۍ داسې ډنډونو ته پرېوتي چې د هغو نه د وتلو لپاره لار او ګودر ورک شوی، زموږ ګران هېواد ته هم د آزادۍ په پلمه او د ټولو نافذو قوانینو پرخلاف د پردي پالو رسنیو لخوا له دیني او اخلاقي پلوه نه جبرانیدونکي زیانونه رسېدلي، چې ورځ تر بلې په هغو کې نور زیاتوالی راځي. د ګڼو بې لارو غربي رسنیو په مقابل کې ایله څو په شمار وطن پالې او اسلام پالې رسنۍ شتون لری، کومې چې د لږو امکاناتو په مټ د منحرفو او بې لارو رسنیو لخوا د فکري او فرهنګي یرغلونو په مقابل کې یې خپلې خپرونې پیل کړي او دوام ورکوي چې د خدای په مرسته د دې لوی او ستر یرغل مخې ته سپر شوې.

د ارزښتونو اهمیت:

دیني یا اخلاقي ارزښتونه د ټولنې د شرافت، انصاف او د اجتماعي عدالت ضامن دی، له ارزښتونو څخه مراد هغه کړنې یا اعمال دي کومو ته چې په ټولنه کې د دین، قانون، ادب، عاطفې او هغه چې په اجتماعي چاپیریال کې ورته په غوره نظر سره کتل کېږي مراد دی.

اسلامي او اخلاقي ارزښتونه:

مونږ خپله ټولنه کې د شرم، حیا، ایثار، قربانۍ، د مشـرانو احترام، پر کوچنیانو شفقت، حسنه اخلاق، د انسان احترام، د ناروغ پوښتنه، میانه روي، رښتنولي، ورورولي، خپلمنځي یووالی، یو بل سره همدردي او د بې وزلو لاسنیوی، د ظلم مخنیوی د مظلوم مرسته او نور… هغه ارزښتونه دي چې اسلام او ټولنې مونږ ته په میراث پرېښي دي.

د ارزښتونوته درناوی:

د رسنیو پر چلوونکو او لیکوالانو لازمه ده چې ټولو ارزښتونو ته پام او درنښت ولري، په دې معنا چې د خلکو د پوهاوي لپاره کار ترې واخلي، پر تبلیغ او رسولو کې یې ونډه واخلي بل لور ته ترې د سرغړونو جسارت ونکړي، د هرې رسنۍ چلوونکی باید خپل اسلامي، ملي او اخلاقي مسؤولیتونه درک کړي، په اړه یې تل حساس او بیدار ذهنیت ولري او ورباندې وویاړي، که مسلمان په خپل کلتور، اخلاقو او اقدارو نه ویاړي او د نورو قومونو او خلکو د اقدارو پیروي کوي؛ نو دا به خورا بدمرغه پایلې ولري. چې متأسفانه نن سبا یې ډېر مثالونه وینو او اورو چې خپل اقدار سپکوي او د نورو سپک اخلاق خپلوي او پرې ویاړ کوي دا هغه انسانان دي چې اصلاً یې خپل فرهنګ نه دی پېژندلی او نه ورته ارزښت ښکاري.

د رسنیو موخې:

رسنۍ د ټولنې او خلکو د اصلاح فریضه سرته رسوي نه دا چې سرچپه په ټولنه کې منفي سوچونه او شیطاني اعمال خپاره کړي پوهان وایي: رسنۍ مونږ ته دا نه وایي چې تاسې دا کار تر سره کړئ او دا کار مه کوئ، بلکې مونږ ته د ډېرو کارونو تلقین کوي او مونږ یې په خپل ورځني ژوند کې ګورو چې څومره اغېز یې پر مونږ کړی دی همدارنګه ویل کېږی چې رسنۍ مثبت او منفي دواړه خواوې لري چې ترې د خیر لپاره هم کار اخیستل کېدای شي او د شر لپاره هم، ولس ته لارښوونه کوي، حوصله او باور هم ورکوي، د ذهني غلامۍ، پوځي برتري او کلتوري غلبې ډار هم بښلی شي، یو ولس ته سیاسي او ملي شعور ورکوي، خو د درواغو، افواهاتو په خپرولو سره هغه په خپلو عزایمو او باور شکمن کولی هم شي، د اتفاق او اتحاد ناره هم پورته کوي، د نفاق او شقاق لپاره هم کار کولی شی، په دې اساس رسنۍ باید دپردیو لپاره کار ونه کوي، بلکې ټولنه کې د خپلمنځۍ همدردۍ، اتحاد او یو والي راوستو په موخه کار وکړي، د افغانانو ملي او دیني مسؤولیتونه روښانه کړي، د نېکو او صالحو استعدادونو د روزلو هڅې وکړي د خلکو د خیر، بري او خوشالۍ په هدف مسؤولیت اداء کړي څو په ټوله کې یوه پاکه او سپېڅلې ټولنه رامنځته شی.

افغاني ټولنه او پردي سریالونه:

 نن چې په هېواد کې د ټلویزونو په پردو کومې بې لارۍ، غربي؛ هندي او ترکي سریالونه او فلمونه او د بې حیایۍ سندریزې برنامې ترسره کېږي، زمونږ د ملي او دیني مزاج ښکارندویه نه دی. دلته کوښښ روان دی چې پر موږ پردی کلتور وتپي په داسې حال کې چې مونږ خپل ملي ارزښتونه او دیني احکامات لرو.

زموږ ټولنه دغو بیهوده نشـراتو ته ضرورت نلري که د ساینس پوهانو، ډاکټرانو، انجینرانو، علماوو، ادیبانو او د هغوی لاسته راوړنو په اړه بحثونه وي او دا مسایل وڅېړل شي نو زمونږ د اوس او راتلونکې لپاره به ګټور تمام شي اوکه تفریح کوو هم یوې هدفمنې تفریح ته اړیو نه د هنر په نامه روانو خرافاتو ته چې زمونږ نسلونه د تباهۍ سره مخامخ کوي.

متأسفانه د څو روپیو لپاره د شهرت او نامه لپاره دپردیو د زړه ترلاسه کولو لپاره دا هرڅه ترسره کېږي.حقیقت دا دی چې په ټوله کې د اسلامي هېوادونو د رسنیو او په ځانګړی توګه زموږ په هېواد کې د وروستیو تحولاتو وروسته چې د رسنیو په نوم څه روان دي، نهایت مضـر او بدې پایلې لرونکې دي، چې له امله یې په ټولنه کې ډېر بد منفي اثرات او مضـر نتایج وینو، خلکو ته دروغ وایي، په راښکونکو تېر ایستونکو عنوانو او پروپاګندونو یې ډاروي، د تفریح په نامه فحشا، لوڅتوب او بې حجابي خوروي، د ثبات په ځای منفي کردارونو ته وده ورکوي، پر افغانانو د غربي کلتور تپلو لپاره له ټولو  ناروا لارو کار اخلي.

نتیجه:

د دې بحث او څېړنې په پایله کې دا جوته کېږي چې حکومت د قوانینو په تطبیق او څارنه کې یا پاته راغلی یا یې عملي کوي نه، یا یې له وس او توان نه خبره پورته ده، همدارنګه د رسنیو چارواکي هم یا د پیسو او مادي ګټو لپاره یا د فشار له مخې دا ناوړه دودونه او خپرونې خپروي چې زمونږ ولس ته زهر قاتل دی په ځانګړې توګه کوچنیانو، ځوانانو، کورنۍ او د ولس ټولو وګړو ته متأسفانه چې د ښه بدیل نه شتون خلک اړ کړي چې دې خپرونو ته کېني او ویې ګوري، اوس زمونږ د چارواکو دنده ده او په دوهم قدم کې د رسنیو د مشـرانو دنده ده چې د ولس د ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې خپرونې برابرې او نشـر کړي او په دې توګه به یې د ولس پر وړاندې خپل مسؤولیت اداء کړی وي. دا زمونږ د رسنیو اساسي دنده ده ترڅو د افغاني اصیل کلتور لپاره کار وکوو نن په ټوله نړۍ کې د هر ملک اوسیدونکي او رسنیز خلک په دې هڅه کې دي چې خپل وطني تولیدات ډېر او ترې استفاده وکړي د پردیوو فکر او کلتوري یرغلونو پر وړاندې ودریږي او مقابله یې وکړي نه دا چې زمینه سازي ورته وکړي.

مأخذونه:

– د ټولیزو رسنیو قانون، ۱۳۸۶ لمریز کال.

– د اسلام ژوند نظام کتاب / محمد یوسف اصلاحي ـ  مترجم: سید فضل مولا لټون

– اسلام دین فطرت کتاب / لیکوال، سعید حوی ـ ژباړن: مؤمن حکیمی

– درآمدی برعلم دعوت / تألیف دکتور محمد ابوالفتح البیانونی – ترجمه عبدالرحمن زمان پور.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس