معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / افغانستان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له خوا د شهید ژورنالیست، لیکوال او شنونکي احمد وحید مژده له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

افغانستان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له خوا د شهید ژورنالیست، لیکوال او شنونکي احمد وحید مژده له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

د افغانستان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له خوا د شهید ژورنالیست، لیکوال او شنونکي احمد وحید مژده له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه.

د افغانستان د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق او ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یو ګډ پلاوی د چهار شنبې په ورځ د لیندۍ په شلمه نېټه د هېواد د نوم وتي ژورنالیست، لیکوال او سیاسي چارو شنونکي شهید احمد وحید مژده د کورنۍغړیو او وارثینو ته د فاتحې لپاره د هغه شهید کور ته ولاړ او تر فاتحې او غمرازۍ وروسته یې د نوموړي شهید له کورنۍ سره د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له خوا اټکل شوې نغدي مرسته، د هغه کورنۍ ته تسلیم کړه.

په یاد پلاوي کې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ، د مسیر ورځپاڼې مسؤول مدیر او د پوهنتون استاذ اسد الله وحیدي، د ګهیځ لیکوالو  او ژورنالیستانو ټولنې رئیس او د پوهنتون استا‌ذ سردار محمد دیندار خیل او د ګهیځ ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي ګډون درلود چې د شهید احمد وحید مژده له زوی احمد جاهد مژده سره یې وکتل او د شهید روح ته یې د دعا او فاتحې تر څنګ، د صندوق د ادارې له خوا اټکل شوې نغدي مرسته (سل زره افغانۍ) هغه ته وسپارلې.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ د شهید مژده د رسنیزو بحثونو یادونه وکړه او د هغه د جرات او علمیت ستاینه یې وکړه.

همدارنګه د شهید وحید مژده یوازینی زوی احمد جاهد مژده ته یې د یوه مشر په توګه سپارښتنه وکړه چې د خپل پلار نیمګړي ارمانونه پوره او د خپلو علمي زده کړو له لارې هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د لیندۍ په اوومه نېټه، د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له خوا د شهید احمد وحید مژده په یاد یوه یاد غونډه جوړه شوې وه چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ په هماغه سټیج د خپلې وینا په ترڅ کې د شهید مژده له کورنۍ سره د مالي ملاتړ ژمنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس