افغانستان په لومړي ځل شل اوریز نړیوال جام کې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش ټیم په ماتولو سره وکولای شول، چې په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاړ ومومي.

دغه لوبه کې افغانستان د بچې په ګټلو لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې بنګلدېش ته د ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.

لوبه څو وار د باران له امله وځنډېده خو پای کې افغان بالرانو وکولای شول چې د بنګلدېش لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راولي.

د دې لوبې غوره لوبغاړی نوین الحق ومونول شو، چې څلور وېکټې یې ترلاسه کړې.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نیمه پایلوبې ته رسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *