کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کام ایر هوایي شرکت ویلي، چې روانې لېندۍ میاشتې په ۲۷مه به د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
دغه شرکت په خپل بیان کې ویلي، چې الوتنې به د سې شنبې په ورځو کې ترسره کیږي.
دا ګام د افغانستان او قطر ترمنځ د هوايي تګ – راتګ په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی و، چې له قطر سره د مستقیمو الوتنو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/