په لغمان کې د برېښنا آمریت مامورین خلکو ته د میټر د ورکړې په بدل کې غیر قانونی پیسې اخلی

په لغمان کې د برېښنا آمریت مامورین خلکو ته د میټر د ورکړې په بدل کې غیر قانونی پیسې اخلی
راپور: عزیز احمد تلاش
د لغمان ولایت مرکز مهتر لام ښار کې د برېښنا آمریت کارکوونکی د میټرونو په مقابل د برېښنا شرکت له نویو مشتریانو څخه په غیرقانونی توګه پیسې اخلی.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام یو شمېر اوسیدونکی وایی چې د یاد ولایت د برېښنا آمریت ځینې مامورین د برېښنا د میټرونو د ویشلو په مقابل کې له مشترکینو څخه غیرقانونی پیسې اخلی او که د میټر پیسې په بانک کې تحویل شی نو د کمیشن او رشوت په بڼه دا پیسې ترې اخلی.
دغه خلک ادعا کوی چې که دغو مامورینو ته د کمیشن پیسې ورنکړی نو دوی ته میټر نه ورکول کېږی، خو که چېرته دغو مامورینو ته د میټر اخیستلو په مقابل کې په غیرقانونی توګه پیسې ورکړل شی، نو یوه کس ته دوه یا درې میټرونه هم ورکول کېږی، په داسې حال کې چې د برېښنا شرکت د اصولو په اساس یوه کورنۍ حق لری چې یوازې یو میټر ترلاسه کړی.
د مهترلام ښار دغه اوسېدونکی وایی چې دوی د میټر ترلاسه کولو لپاره ته څو څو ځلې د برېښنا شرکت ته ورځی او هلته له ډېرو هڅو سره سره بیا هم میټر نه راکول کېږی، خو که د میټر ترلاسه کولو ټول کار د دغه آمریت یو مامور ته په کمیشن ورکړی، نو ټول کار یې په دوه یا درې ساعتونو کې خلاصیږی.
د ګهیځ خبریال هم داسې اسناد ترلاسه کړی چې د برېښنا آمریت یو مامور له یو کس څخه د میټر ترلاسه کولو په مقابل کې دیارلس زره افغانۍ غواړی. په دغو اسنادو کې ښکاری چې د برېښنا شرکت یاد مامور له دې کس څخه دیارلس زره افغانۍ غواړی او ورته وایی چې “ته یې له هر څه خلاص یې، ته صرف تذکره او د کور اسناد راوړه، نور ټول کار یې زه درته خلاصوم.”
اسماعیل چې د مهترلام ښار یو تن اوسیدونکی دی وایی چې که چېرته چا د برېښنا آمریت کې د میټر ترلاسه کولو لپاره د کمیشن پیسې ورکړې وی نو کار یې ژر خلاصیږی، خو که چا پیسې ورکړې نه وی نو په میاشتو میاشتو به ګرځی او کار یې هم نه خلاصیږی.
دی وایی: “شپږ زره مې بانک کې تحویل کړې او د دې تر څنګ د آمریت یوه مامور ته مې دوه زره کمیشن ورکړ تر څو چې کار یې راته خلاص کړی دی.”
نوموړی همدارنګه زیاتوی چې دغه مامورین له ځینو ډېرې او له ځینو لږې پیسې اخلی، ثابت نرخ نه لری له هر چا سره یې چې په هر څومره موافقه وکړه همدومره ترې اخلی.
نوموړی زیاتوی: “ما خپله دوه زره د کمیشن پیسې ورکړې دی، د بانک تحویلی مې هم کړې ده خو دوه زره مې د آمریت کارکوونکی ته کمیشن ورکړی چې د میټر کار یې راته خلاص کړی دی.”
فیض الله هم د لغمان د مرکز اوسیدونکی دی، دی هم وایی چې د برېښنا میټر یې په لس نیم زره ترلاسه کړی او د برېښنا آمریت یو مامور ته یې لس نیم زره افغانۍ کمیشن ورکړی چې په بدل کې یې دغه مامور ورته ټول کار خلاص کړی دی.
دی زیاتوی چې د برېښنا له آمر نه د امر اخیستل، احکام او نور ټول پړاوونه یې همدغه مامور په خپله ترسره کړی او میټر یې راته راکړی دی.
نوموړی وایی که په خپله ورپسې هر څومره وګرځی د برېښنا آمریت کې یې څوک کار نه خلاصوی، تر څو چې د همدې ادارې یوه مامور ته کمیشن ورنه کړې
نوموړی زیاتوی چې تر دې وړاندې د برېښنا آمریت ته هم تللی ؤ، خو هغوی ورته ویلی وو چې اوس ورته میتر نشی ورکولای خو کله چې د کمیشن له لارې وړاندې ولاړ نو په لس نیم زره افغانۍ یې ورته ټول کار خلاص کړ.
فیض الله وایی چې د ده کمیشن کار په خپله د لغمان د برېښنا آمریت یو انجنیر ؤ.
د اسد په نامه د لغمان د مرکز یو بل اوسېدونکی هم وایی د خپل میټر د اخیستلو لپاره یې د برېښنا آمریت یو انجینیر ته پیسې ورکړې چې ټول کار یې ورته خلاص کړ.
دی وایی انجنیر ته یې د میټر تر قیمت دوه نیم زره افغانۍ زیاتې ورکړې او هغه ورته ټول کار خلاص کړ.
د ګهیځ خبریال ته په لاس ورغلی اسنادو څخه هم څرګندیږی چې د لغمان د نو آباد یو تن اوسیدونکی دغه آمریت ته ورځی او له یو مامور سره خبرې کوی، دغه کس مامور ته وایی چې زه غواړم یو میټر ترلاسه کړم، دغه مامور ورته وایی چې دیارلس زره افغانۍ راوړه نور نو ته ترې خلاص یې ټول کار زه درته خلاصوم، ته صرف تذکره، د یوه ګاونډی د برېښنا بیل او د کور اسناد راوړه نور په یوه ورځ کې زه ټول کار درته خلاصوم .
د لغمان ولایت یو تن مدنی فعال احمدشاه وایی چې په لغمان کې د برېښنا ټول مشتریان له دې ستونزې سره مخامخ دی. دی وایی هر څوک چې غواړی میټر ترلاسه کړی، تر څو چې د همدې ادارې مامورینو ته کمیشن ورنکړی، کار یې نه ترسره کېږی.
دی وایی دا ستونزه په بار بار له دوی سره شریکه شوې، چې د لغمان خلک په جدی توګه له دې ستونزې سره مخ دی او اړونده چارواکی باید په دې اړه جدی اقدام وکړی، تر څو د برېښنا نوی مشتریان له دې ستونزې څخه خلاص شی.
خو بل اړخ ته بیا د لغمان د برېښنا آمریت سرپرست آمر عبدالبصیر ساپی وایی ‎‎چې دوی د ټولو مشتریانو هغو ستونزو ته رسیده ګی کوی چې مشتریان یې له دوی سره خپل شکایت ثبت کړی. دی وایی چې که چاته میټر نه ورکول کېږی او یا د میټر ترلاسه کولو کار یې ځنډول کېږی علت دا دی چې یا یې اسناد مشکل لری او قانونی اسناد نه لری.
ساپی وایی چې په دغه آمریت کې د کمیشن مسأله نشته او که چېرته کوم مامور له چانه د میټر ورکولو په مقابل کې کمیشن اخیستی وی، نو قانون شته او د قاون په رڼا کې به ورسره چلند وشی.
د لغمان د برېښنا سرپرست آمر زیاتوی: “په دې اداره کې د میټر په مقابل کې د کمیش اخیستلو مسأله ردوم، ځکه مخکې مې هم ددې مسألې په اړه ټولو کارکوونکو سره مجلس کړی وو او ټولو مامورینو ته مې سپارښتنه کړې چې له چانه په غیرقانونی توګه پیسې او کمیشن وانخلی.”
د برېښنا د سرپرست آمر عبدالبصیر ساپی په وینا په لغمان کې نسبت نورو ولایتونو ته د برېښنا شرکت مشترکین زیات دی، چې شمېر یې شاوخوا یوویشت زره کورنیو ته رسېږی.
ساپی بیا وایی چې په دې ولایت کې د برېښنا د میټرونو د وېش چارې په ښه ډول روانې دی او هېڅ ستونزه نشته او که چېرته کوم مامور فساد کوی او له چانه په غیرقانونی توګه پیسې، رشوت او کمیشن اخلی نو د قانون مطابق چلند ورسره کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.