کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو لپاره پخوانی جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغوه اعلان کړل.
دوی ویلی، چې نوی جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا وېشل کیږی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په حواله لیکلی، د سرپرست حکومت مسوولین، منسوبین او عامه هېوادوال دې له جواز پرته د وسلو له ساتلو او ګرځولو ډډه وکړی.
په اعلامیه کې راغلی، د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا وېشل کیږی او له جواز پرته حکومتی او ملکی وګړی د تورو ښېښو او پردو لرونکو موټرو ګرځولو اجازه نه لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ