کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومتی مسوولینو له لوری نن له افغانستانه د شوروی اتحاد د وتلو ۳۵مه کلیزه د مرکز کابل په ګډون د هېواد په مختلفو سیمو کې ولمانځل شوه.
سرپرست افغان حکومت په یوه خپره اعلامیه کې هم دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه بللې او په مناسبت یې خپل مسلمان او زړه ور ملت ته مبارکی ویلې ده.
په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوی، چې د هېوادونو آزادی او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوری اړه لری، چې په تېرو سلو کالو کې افغانانو درې ځله په دې مېدان کې دا بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادی او خپلواکی یې تر لاسه کړی ده.
اعلامیه کې ویل شوی، داچې په درېیم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوی چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ