کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو مسکو کې د افغان محصلینو له استازو سره کتنه کې ژمنه کړې، چې مسکو کې د افغان سفارت سره په همغږۍ به د افغان محصلینو ستونزې حل او ټولې ممکنه اسانتیاوې به ورته برابرې کړی.
مسکو کې مېشت افغان محصلینو له یادو چارواکو سره د وېزو ترڅنګ خپلې مالې او د رسمی استازو نه موجودیت هغه ستونزې یادې کړې، چې دوی یې حل غواړی.
د یادولو ده، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیران وړمه ورځ د روسیې کازان ښار کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دوهمه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.
دې فورم کې د زده کړو پر وړاندې پر پرتو خنډونو، ستونزو او پرمختګونو خبرې کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ