معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر د سوداګریزو ستونزو حل لپاره ناسته شوې

فراه کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر د سوداګریزو ستونزو حل لپاره ناسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د سوداګریزو ستونزو د حل او د سړک د رغنیزو چارو د چټکتیا لپاره د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ ګډه ناسته شوې.

ناسته کې دواړو لورو د سړک د رغنیزو چارو د ځنډ د حل لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه کړې او ایراني چارواکو ډاډ ورکړی، چې د یاد سړک د رغولو چارې به چټکې کړي.

کابل کې د ایران سفیر ویلي، افغانستان هر کال ایران ته تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات صادرات لري او هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی.

د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا ته په کتو، دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس