معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړل شوي

د ایران کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړلي او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.

سرچینو ویلي، د بانکونو له خوا صادرې شوې فورمې چې له مخې یې بانکي حسابونه تړل شوي، ویلي چې دا طرحه په کرمان ولایت کې پلې شوې ده.

د سرچینو په خبره، کډوال د خپلو بانکي حسابونو د بېرته پرانېستلو لپاره بانکونو ته ورغلي، خو هغوی مالیاتي ادارې ته لېږل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې مالیاتي ادارې د ساده ګارګرو کډوالو پر بانکي حسابونو له ۱۵۰ میلیونو تومانو څخه تر میلیاردونو تومانو مالیه لګولې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا طرح له خبرتیا پرته او په ناڅاپي توګه پلې شوې او د کډوالو ژوند یې ګډوډ کړی دی.

کرمان کې کډوالو پر ایران غږ کړی چې د ناڅاپي مالیو لګولو پرځای دې له هغوی په قانوني توګه مالیه واخلي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس