معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا په ځنګلونو کې لګېدلی اور نور هم پراخ شوی

د امریکا په ځنګلونو کې لګېدلی اور نور هم پراخ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره د دغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي.

دا د تاریخ تر ټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دوهم تر ټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلي، چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ د اور خوراک شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اطفايي زرګونه کارکوونکي د هیلکوپټرو په مرسته د لاس انجلس په دریو بېلابېلو ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي.

د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی و چې د سمندري ځواکونو هیلکوپټرې چې د اوبو د لېږدولو توان لري، د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې، چې د اور وژلو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس