کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ.ـاس ډلې ویاند ویلی، چې د نن ورځې په ځانګړو چریکی بریدونو کې یې د اسراییلی پوځیانو د ځانګړو بریدونو د لوا قوماندان جنرال ایرون باران له منځه وړی دی.
د خبر پر بنسټ، ایرون باران د اسراییلو د پوځ مهم شخص، د نتانیاهو ښی لاس او د اسراییلی پوځ یو وفادار زوی ګڼل کېده.
د یو بل خبر له مخې د حمـ.ـاس یو تن اشتشهادی سرتیری د اسراییلو پر هغې پوځی تمځای برید کړی، چې اسراییلی پوځیانو ترې د غزې شمال لور ته بریدونه پلانول.
د راپور له مخې دغه برید کې ګڼو اسراییلی ځواکونو ته مرګ – ژوبله اوښتې، خو رسمی شمېرې یې تر اوسه له رسنیو سره نه دی شریک شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ