کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د فېضآباد ـ کشم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د خبر پر بنسټ په دې پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ځایي امنیتي مسوولینو په وینا دغه پېښه د فېضآباد ـ کشم پر لویه لار د قلعه ظفر په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو هینو ډوله موټر له یوې کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د دوی په خبره، د پېښې ټپیان چې د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د درملنې لپاره د ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/