ا.ا د افغانستان په اړه د بریتانیا له دریځه ملاتړ کړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) بریتانیا وایی، له هغه چا ملاتړ نه کوی چې غواړی د جنګ جګړو له لارې په افغانستان کې د سیاسی بدلون راوستل غواړی.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر هوګو شارتر، چې دمګړۍ په دوحه کې مېشت دی، وایی تاوتریخوالی او مرګ ژوبله نه د افغانستان او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه ده.
هغه ویلی، هېواد یې د سیاسی ګټې د تر لاسه کولو په موخه د تاوتریخوالی په رامنځ ته کولو کې د هیچا ملاتړ نه کوی او نه پرېږدی چې څوک دې د بریتانیا په خاوره کې د دغې خوخې لپارخه چمتوالی ونیسی.
ا.ا د بریتانیایی ډیپلوماټ له څرګندونو هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلی، ا.ا د بریتانیا له دریځه هرکلی کوی او وایی، چې دا درک چې په افغانستان کې سوله او ثبات یوازې د افغانستان نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټور دی، د ستاینې وړ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.