معماری
خانه / فعالیتونه / د خوست د خبریالانو سره د ګهیځ ټولنې پلاوي وکتل

د خوست د خبریالانو سره د ګهیځ ټولنې پلاوي وکتل

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي په خوست کې د شهید خبریال احمد شاه د لومړي تلین په مراسمو کې د ګډون تر څنګ، د هغه ولایت له ګڼو خبریالانو او ژورنالیستانو سره جلا جلا ناستې وکړې او د ګهیځ ټولنې په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل.
د ګهیځ ټولنې مشر سردار محمد دیندار خیل او د یادې ټولنې د اړیکو مسوول احمدضیاء رحیمزي خوست ولایت ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې په هغه ناسته کې چې د خوستي خبریال شهید احمد شاه د لومړي تلین په پار د دې ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست د عامه کتابتون په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او هلته یې له بېلابېلو ژورنالیستانو سره د لیدنې کتنې په ترڅ کې یې د ګهیځ ټولنې پر فعالیتونو او پلانونو ورسره خبرې وکړې.
پدې لیدنو کتنو کې خوستي ژورنالیستانو او رسنیزو فعالانو د ګهیځ ټولنې هلې ځلې او فعالیتونه و ستایل او ژمنه یې وکړه چې په خوست کې به د ګهیځ ټولنې له نوي پیل شوي کار سره مرسته او همکاري کوي.
پدې لیدنو کتنو کې د خوست داطلاعاتو او کولتور ریاست د اطلاعاتو آمر محمد زمان نظري او د عامه کتابتون مدیر حضرت محمد آرمان هم حضور درلود چې په ګډه یې د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو او خدمتنو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دې ولایت او ټوله جنوب ختیزه حوزه کې به د ګهیځ ولنې له استازي خالد آصفي سره مرسته او همکاري کوي او همدا راز د خورو ورو ژورنالیستانو په را ټولولو او په یوه محور د هغوی د را ټولولو لپاره به په ګډه کار کوي.
په پای کې د ګهیځ ټولنې د مشر له خوا د خوست ولایت عامه کتابتون ته د ګهیځ مهالنی مجلې د دویمې ګڼې څو نسخې هم د خوست عامه کتابتون ته ډالۍ شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس