معماری
خانه / ادب و هنر / د شپې په چوپتیا کې غزل بڼ!

د شپې په چوپتیا کې غزل بڼ!

 

د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې (د غزل شپه) تر نامه لاندې د کابل له غمونو او لوګیو په ډکه فضا کې شاعرانه ناسته جوړه کړه چې پکې لسګونو شاعرانو، ادیبانو او مینوالو برخه اخیستې وه یاده غونډه چې د ګډونوالو په ګرم ګډون او شاعرانه الفاظو نوره هم رنګینه شوې وه د ساړه ژمي د سلواغې په لومړۍ نیټه ماښام مهال په کابل کې جوړه شوه.

دغه مشاعره چې د قاري اسدالله ساطع په تلاوت او د ملي سرود په غږولو ماښام مهال پیل شوه او تر نیمې شپې د شاعرانو د ترنم او غزلونو په وږمو کې یې دوام درلود.

د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشر سردار محمد دیندار خیل په خپله پرانیستې وینا کې میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادې ټولنې په لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې. نوموړي وویل له کله نه چې ګهیځ ټولنه رامنځ ته شوې د لیکوالو او ژورنالستانو لپاره یې بېلابېل لنډ مهالي او اوږد مهالي ورکشاپونه او روزنیز پروګرامونه جوړ کې دي او په راتلونکي کې هم د ورته پروګرامونو او مشاعرو جوړولو ته ژمن دي.

ورپسې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې مرستیال او د غزل شپې مشاعرې ویاند رحیم الله حریفال په یوه ښکلې څلوریزه مشاعره پیل کړه چې پکې د هېواد ګڼ شمېر شاعرانو په ملي ژبو خپل شعرونه او غزلونه وویل او د شپې په چوپتیا کې یې د ترنم نغمې وغږولې او غونډه د مدثر ملامت په دعا پای ته ورسیده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس