معماری
خانه / ژورنالیزم /  رسنۍ د اخلاقي ځانګړنو او مسؤولیتونو په ډګر کې!
وضعیت رسانه ها در افغانستان

 رسنۍ د اخلاقي ځانګړنو او مسؤولیتونو په ډګر کې!

 رسنۍ د اخلاقي ځانګړنو او مسؤولیتونو په ډګر کې!

د ګهیځ ټولنې مشر، سردار محمد دیندار خېل

په افغانستان کې د ټولیزو اړیکو د وسایلو قانون د څلورمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي دي چې (هر شخص د فکر او بیان د آزادۍ حق لري. د چارواکو له خوا له لاس وهنې، محدودیت او تهدید پرته د قانون د حکمونو په حدودو کې د معلوماتو، اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دي، همدارنګه په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، ویشلو او ترلاسه کولو د وسایلو آزاد فعالیت هم شاملېږي).

او همدا ډول د همدې قانون د دویمې مادې په شپږمه فقره کې صراحت شوی دی چې (د ټولیزو اړیکو د وسایلو له سالمې ودې سره د مرستې په منظور په داسې ډول چې دغه وده وکولای شي په هېواد کې د کره خبرونو، اطلاعاتو، زده کړو او روزنو د خپرولو او د علم او ثقافت د غوړېدو اغېزمن وسایل وګرځي او د خلکو نظریې له ژورنالیستکي معیارونو، اصولو او ارزښتونو (صداقت، ناپلوۍ او توازن) سره سمې منعکس کړي).

د قانون د دې مادو په پام کې نیولو سره ټولې رسنۍ، برېښنایي(راډیو، ټلویزیون، کېبلي شبکې او انترنټ)، چاپي رسنۍ(ورځپاڼه، جریده، میاشتنۍ، مهالنۍ، فصل نامه، کلنۍ، پوستر او خبرنامه)، باید د ټولیزو اطلاعاتو د قانون په نظر کې نیولو سره خپلې خپرونې عیارې کړي او هغه اخلاقي ژمنتیا هم په نظر کې ونیسي چې د هغې په رعایت سره ټولو ته خیر رسېږي، ځکه د اسلام مبارک دین د خیر دین دی او خپل پیروان د خیر خپرولو ته تشویقوي.

زمونږ په هېواد کې هم چې ۹۹٪ سلنه خلک یې مسلمانان دي، باید د هېواد ټولې رسنۍ د اسلام مبارک دین د احکامو په نظر کې نیولو سره خپلې خپرونې چمتو کړي او طبیعي ده چې رسنۍ د یوې ټولنې په جوړونه کې خورا اغېزمن رول لري، نو ځکه رسنۍ مسؤولیت لري تر څو هڅه وکړي هغه څه خپاره نه کړي چې د ټولنې لپاره ګټور نه وي او ټولنې ته زیان رسوي، او په دې اړه هېڅ کله له غفلت څخه کار وانخلي، ځکه په رسنیز ډګر کې یوه شېبه غفلت د ټولنې د ویجاړېدو سبب ګرځي. خو هغه کومې اخلاقي ځانګړنې او کوم مسؤولیتونه دي چې باید رسنۍ یې د یوه داسې هېواد وګړو ته د خپرونو وړاندې کولو په ترڅ کې په پام کې ونیسي، چې تر ۹۹ سلنه زیات وګړي یې مسلمانان دي:

  1. سموالی: د یوې رسنۍ مهمه ځانګړنه داده چې د خبر په رسونه کې باید دقت وکړي او خلکو ته سم خبرونه ورسوي د نننۍ ورځې د ژورنالیزم له اصولو سره برابر او کره خبر خپور کړي، له بې بنسټه خبر څخه ډډه وکړي یعنې سرچینه یې باید معتبره او مؤثقه وي. الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (الحجرات سورت، شپږم نمبر آیت ) ژباړه: (اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق وکړئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبرۍ سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ)
  2. – د عقلانیت او علمیت چوکاټ: رسنۍ مکلفې دي کوم پیغام یا خبر چې خپروي باید د عقلانیت او علمیت په چوکاټ برابروي.نو کوم پیغامونه او معلومات چې په ګومان ولاړ وي له خپرولو څخه دې ډډه وکړي.الله تعالی فرمایي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (الإسراء سورت، ۳۶ نمبر آیت) ژباړه: (او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې د هغې علم له تاسره نشته، بې شكه غوږونه، سترګې او زړه، د بدن هغه غړي دي چې له هر یوه نه په دې اړه مسؤول دي او په دې اړه به له هغوی نه پوښتنه کېږي.) او بل ځای فرمایي: وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ (يونس سورت، ۳۶ نمبر آیت) ژباړه: (او د دوى زیاتره د ګومان پیروي کوي، بېشكه ګومان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه لري، بې شكه الله ښه پوه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي) او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: إيَّاكُمْ وَالظَّنَّ ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ “الْحَدِيثِ” ژباړه: (له شک او ګومان څخه ځان وساتئ، بدترین دروغ ګومان دی)
  3. د الله لورته بلنه: رسنۍ باید د حق لورته بلنه وکړي او د الله تعالی یووالي ته خلک راوبولي الله تعالی فرمایي: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (فصلت سورت،۳۳ نمبر آیت) ژباړه: (او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوي او وايي چې بې شكه زه له مسلمانانو څخه یم؟)
  4. د خیر او نېکۍ لور ته بلنه: خیر او نېکۍ ته بلنه په اسلامي هېوادونو کې د رسنۍ یوه بله ځانګړنه ده. الله تعالی فرمایي: الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (الحج سورت، ۴۱ آیت) ژباړه: (هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به خلک منعه كوي، او د ټولو کارنو انجام خاص د الله لپاره دی)
  5. د فساد له خپرولو څخه ډډه: رسنۍ به د ټولنې وګړي په ټولنه کې د فساد له خپرولو وېروي او ددې کار له خطرناکو زیانونو څخه به هغوی خبروي.
  6. د اختلاف له منځه وړل: د رسنیو یوه بله اخلاقي دنده داده چې په اسلامي ټولنو کې د اختلاف د منځه وړلو لپاره به هر ډول هڅه کوي او د مسلمانانو د یووالي او اتفاق لپاره به هېڅ هم نه سپموي.
  7. له ظلم او استکبار سره مخالفت: ظلم سره مبارزه او د ظلم او جبر د له منځه وړلو لپاره لاره هوارول د رسنیو یوه مهمه ځانګړنه ده چې د مظلوم څخه دفاع وشي او د مستکبرینو په مقابل کې ودرېږي، دا نه یوازې د رسنیو، بلکې د هر انسان دنده ده.
  8. اخلاقي فضایلو ته پراختیا ورکول.
  9. له مظلوم څخه ملاتړ او د مظلوم په ګټه افشاګري او د ظالم پروړاندې درېدل.
  10. خلک یووالي او وحدت ته تشویقول او له اختلاف څخه مخنیوی.
  11. خلک همکارۍ، نېکۍ او تقوا ته تشویقول.
  12. عمومي مصالحو ته پاملرنه کول.
  13. د خصوصي حریم او د خلکو حقوق رعایتول.
  14. د دیني زده کړو خپراوی: د رسنیو خاوندان باید هڅه وکړي چې دیني زده کړې د خپلو رسنیو له لارې ټولنې ته وړاندې کړي کله چې ټولنه کې دیني زدکړې عامې شوې او هرې کورنۍ ته ننوتې نو خیر پراخ شو او د خیر په پراختیا کې خلک د سوکالۍ او هوساینې ډاډ ترلاسه کوي.
  15. د واقعیتونو بیانول: د رسنیو بله اخلاقي ځانګړتیا داده چې د درواغو له خپرولو څخه به ډډه کوي او د ټولنې واقعیتونه به بیانوي باطل ته باطل وایي او حق ته به حق، او که چېرې حقایق و نه ویل شي او واقیعتونه پټ کړای شي او یا پکې تحریف وشي نو بیا رسنیو ته زیان رسوي او په ټولنه کې چې کوم اعتماد لري هغه هم له لاسه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس