معماری
خانه / ادب و هنر / د فرهنګ په وده کې؛ د کلتوري ټولنو ونډه!

د فرهنګ په وده کې؛ د کلتوري ټولنو ونډه!

 

د ګهیځ ټولنې مرستیال څېړندوی رحیم الله حریفال

وړاندې له دې چې په دې خبرې وکړو، چې کلتوري او ادبي ټولنې د فرهنګ او ټولنې په پرمختیا کې څومره رول لري، په لنډه توګه د فرهنګ د پېژندنې په اړه توضیحات را اخلو او تر هغه وروسته به د فرهنګي ټولنو په رول او اغېزو رڼا واچوو.

په ټولنیزو علومو کې د یو څه لپاره زیات تعریفونه کېدلای شي، د پوهې خاوندان کولای شي چې د خپلې وړتیا او استعداد مطابق یو څه تعریف کړي او په اړه یې نظر ورکړي. دلته د کلتور یا فرهنګ په اړه له ډېر تفصیلي بحث او خبرو څخه تېرېږو، د موضوع سره د تړاو له امله په لنډه توګه د فرهنګ په اړه خبرې کوو:

فرهنګ له هغو مادي او معنوي، فکري او عاطفي ځانګړتیاوو څخه عبارت دی، چې یوې ټولنیزې ډلې یا هم ټولنې ته هویت ور بښي چې ژبه، ادبیات، دیني باورونه، د ګډ ژوند لارې او د بشر حقونه په خپله غېږ کې را نغاړي. (۱)

“هنری لوکاس” تمدن او فرهنګ هم معنا بولي، د دې توپیر سره چې د مفهوم له مخې فرهنګ له تمدن څخه محدود دی. دا باور هم موجود دی، چې کلتور د یوه ملت ټول مادي او معنوي ارزښتونه احتوا کوي او یو پراخ مفهوم لري او تمدن یې مادي اړخ منعکسوي. (۲)

هغه ځانګړتیاوې چې یو ملت، یا یوې ټولنې ته تشخص او هویت وربښي، لکه: ژبه، ادبیات، دیني باورونه د شریک ژوندانه لارې او انساني حقوق، نو د یادو مشخصاتو د ساتلو لپاره منظم کار او هڅو ته اړتیا لیدل کېږي، دا کار او هڅې په بېلابېلو ډولونو او لارو چارو سره تر سره کېدای شي، یوه له مهمو لارو څخه یې د مدني او کلتوري ټولنو رامنځته کول او یادو ټولنو ته پراختیا ورکول دي؛ تر څو د یوه هېواد په بېلابېلو سیمو او ځایونو کې کلتوري او فرهنګي ټولنې موجودې او په خپلو کړنو سره د کلتور د ساتنې او پرمختګ لپاره خدمت وکړي. هر انساني کوښښ په هره برخه کې د ستایلو وړ دی او همدا انساني هڅې دي چې نن ورځ نړۍ او بشري ژوند د خپل بې ساري پرمختګ په لوړو پړاونو کې قدمونه اخلي او انساني ژوند ته ورځ تر بلې پرمختګ ورکوي.

د فرهنګ په وده او پرمختګ کې د ټولنې ټول غړي خپل رول او ځای لري، د ژوند شرایط، سوله او جګړه، فقر او شتمني، پوه او ناپوهي او داسې نور… د یوه ملت او ټولنې په کلتور خپل مثبت او منفي اغېز لري.

کلتوري ټولنې د خپلو ملتونو د فرهنګي او ملي ارزښتونو ساتنه کوي، د هغو د پیاوړتیا لپاره کار او هڅې کوي او همدا کلتوري ټولنې دي چې د خپلو ناستو په ترڅ کې د یو ملت د ژبې، شعر او هنر د غوړېدا لپاره علمي ــ څېړنیز بحثونه کوي او د علمي بحثونو په پایله کې د خپل فرهنګ او کلتور لپاره ډېر څه په میراث پرېږدي، چې د کلتوري او ادبي ټولنو د منځ ته راتګ او جوړېدلو لړۍ زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پخوانی پس منظر (شالید) لري، چې هم د ادیبانو او پوهانو د کوښښونو په پایله کې ادبي ټولنې تأسیس شوي او هم د دولتونو له لوري، دې برخې ته پام شوی دی، چې ښې بېلګې یې په لاندې توګه دي:

د (۱۳۰۹ هــ . ل) کال د لیندۍ د میاشتې په (۲۳) نېټه په هرات ولایت کې د فرهنګ او ادب د مینه والو له لوري د هرات ادبي انجمن جوړ شو او د هرات تر ادبي انجمن وروسته د (۱۳۱۱ هـ . ل) کال د لیندۍ د میاشتې پر (۹) نېټه، په کندهار کې د وخت د نایب الحکومه ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند په هڅونه او د هغه مهال د نومیالیو ادیبانو، لیکوالانو او فرهنګپالو په زیار او کوښښ د پښتو ادبي انجمن جوړېدل دي او همدارنګه په (۱۳۰۹ هــ . ل) کال کې د لومړي رسمي، علمي او فرهنګي انجمن په توګه د کابل انجمن جوړیدل او منځ ته راتګ دی، چې بیا په (۱۳۱۶ هــ . ل) کال کې د کندهار د پښتو انجمن او کابل ادبي انجمن د یو ځای کېدو څخه پښتو ټولنه منځ ته راغله، چې یادو ادبي انجمنونو او پښتو ټولنې د فرهنګ او ادب په وده کې ستر او نه هېرېدونکي کارونه تر سره کړل، خپل ولس او کلتور ته یې په سلګونو علمي، تاریخي او ادبي کتابونه او مجلې په میراث پرېښودلې، د ګڼو علمي او ادبي ناستو په جوړولو سره یې ډېرې موضوع ګانې حل کړې او د همدغو ټولنو په غېږ کې د هېواد په لسګونو علمي کادرونه وروزل شول. دلته مو ځکه په لنډه توګه د لومړنیو ادبي ټولنو او انجمنونو څخه یادونه وکړه؛ تر څو د یادو ټولنو تر سره شوي کار او زیار ته په کتلو سره نور هم د کلتوري او ادبي ټولنو ارزښت او اغېزو ته پام وکړو.

په دې وروستیو (۱۷) کلونو کې هم د کلتوري او ادبي ټولنو جوړېدلو ته ډېر پام شوی دی، چې د ټول هېواد په کچه په سلګونو مدني او کلتوري ټولنې منځ ته راغلې دي او فعالیت کوي، په یوه راپور کې مې ولوستل، چې یوازې په خوست ولایت کې له (۸۰) څخه زیاتې کلتوري او ادبي ټولنې فعالې دي او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ کارونه ترسره کړي دي، نو کله چې یوازې د خوست په ولایت کې په دومره تعداد کې ټولنې شتون ولري، نو ویلای شو، چې د ټول هېواد په کچه د کلتوري او مدني ټولنو شمېر له سلګونو څخه هم اوړي، چې دا په خپل ځای د خوښۍ او ویاړ خبره ده، چې په داسې یو هېواد کې، چې لا هم د جګړې له سرو لمبو څخه کړېږي او لا یې په کلي، کلي او کوڅه په کوڅه د جنګ د تورې بلا سیوری خپور دی، خو بیا هم ځوانان د کلتوري او مدني ټولنو په جوړېدو سره د خپلې علمي کچې او د نورو ځوانانو د وېښولو او پوهولو لپاره هڅې او فعالیتونه کوي؛ نه یوازې دا، چې کلتوري ټولنو د جګړې په ترخو حالاتو او شرایطو کې کار کړی او خپل فعالیتونه یې ورځ تربلې پراخه کړي دي، بله مهمه خبره داده، چې کله، د شوروي اتحاد د تېري له امله هېوادوال د وطن پرېښودلو ته اړ شول او ډېر لږ خلک په خپلو سیمو کې پاتې شول، د ولس یوه زیاته برخه ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول؛ کله چې څوک له خپل ټاټوبي څخه لرې، په یوه پردۍ ټولنه کې د غربت ژوند پیل کړي؛ دا نو بیا طبیعي چاره ده، چې د یاد ملت او ولس کلتور، ژبه، ادبیات او هنر د پردیو ټولنو تر اغېزو لاندې راځي، په خپل وطن کې له پردیو کلتورونو او دودونو سره مبارزه آسانه کار دی، خو کله چې په پردي وطن کې د غربت او مهاجرت ژوند وي؛ هلته بیا د خپل فرهنګ ساتل یو ستونزمن، خو ستر او ارزښتمن کار دی، موږ ولیدل چې افغان فرهنګیانو په هغو ستونزمو حالاتو کې هم خپلو سپېڅلو دندو او فرهنګي مبارزو ته په پوره هوډ او عزم سره دوام ورکړ، او نن ورځ یې موږ د هجرت د ادبیاتو په نامه سره پېژنو، چې خپله د هجرت د ادبیاتو د څېړنې او مطالعې په اړه د ماسترۍ او دکتورا تېزسونه لیکل شوي دي او لا هم د هجرت د ادبیاتو او فرهنګي کارونو ډېره برخه ناسپړلې پاتې ده، د غربت او هجرت په وخت نه یوازې، چې فرهنګیانو د هجرت د ادبیاتو په نامه یوه ستره برخه رامنځ ته کړه، او د ولس له لوري، چې کوم ادب پنځول شوی ؤ، د هغه د ساتلو او خوندي کولو په برخه کې یې هم نه هېرېدونکي او د ستایلو وړ کارونه وکړل، له بلې خوا د کلتوري او ادبي ټولنو په رامنځته کولو سره یې د خپل ولس د فرهنګي ارزښتونو کلکه ساتنه هم وکړه.

په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ادیبانو او فرهنګیانو له ټولنو څخه نیولې آن د ښوونکو او ډاکترانو د حقونو د دفاع او ساتلو په موخه ټولنې جوړې شوې چې د یادو ټولنو تنظیمونکي زیاتره لوستي ځوانان وو؛ د نوموړو ټولنو لمن له ولایتونو ور ها خوا تر ولسوالیو آن تر ځینو کلیو پورې ورسېده. نوموړې کلتوري ټولنې د با احساسه او لوستو ځوانانو له لوري جوړې شوې او د همدغو باسواده ځوانانو له لوري پر مخ بول کېږي. یادو ځوانانو د خپل چاپېریال ناوړه دودونه ښه درک کړي وو او له همدغو ناسمو دودونو څخه ځورېدل، نو د خپلو کلتوري او مدني هڅو په مټ یې وکولای شول، چې ولس د پوهاوي لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه مخ ته یوسي او تر ډېره برېده پورې کومې کلتوري او مدني ټولنې، چې د اخلاص او خپلو خلکو ته د چوپړ په نیت رامنځ ته شوې وې کارونه یې هم اغېزمن او ګټور وو. کلتوري ټولنو د ځوان کهول په بېدارولو او وېښولو کې هم ستره ونډه درلوده، ځوانان یې زده کړو ته وهڅول او د خپل توان تر حده یې د ځوانانو مسلکي وړتیاوې هم لوړې کړلې، په لسګونو مجلې، کتابونه او خپرونې چاپ شوې، سیمینارونه او مشاعرې جوړې شوې، د ځوانانو تر منځ د افکارو د بدلون لپاره زمېنه برابره شوه او د همدغو فرهنګي ټولنو په وسیله ګڼ شمېر ځوان کادرونه او استعدادونه ټولنې ته وړاندې شول، نو کله چې د یوې ټولنې ځوانان را بېدار شي، د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره ځېرکانه کار او مبارزې ته مټې را ونغاړي، دا خپله د یوه ملت لپاره د خوښۍ خبره ده او ځوانان چې کله له خپل کلتور او ارزښتونو څخه باخبره شي، دوی بیا د خپل فرهنګ د غوړېدا لپاره شعوري مبارزه کوي، نو همدا کلتوري او مدني ټولنې دي، چې ځوانان یې وروزل، هغوی یې خپلو ملي ارزښتونو ته متوجې کړل او همدا ځوانان دي چې بیا د کلتوري ټولنو د پرمختګ او غوړېدا لپاره زحمتونه کاږي او په دې ډول د فرهنګ په وده کې د کلتوري ټولنو له لارې خپل مسؤولیت اداء کوي.

پایله:

په کومه ټولنه کې، چې فرهنګي فعالیتونه نه وي؛ هلته بیا نه یوازې دا چې د فرهنګي ودې چټکتیا ډېره کمزورې وي، له بل لوري په یادو ټولنو کې د آزادۍ او خپل نظر د څرګندولو لپاره هم کړۍ تنګه وي، همدا مدني او کلتوري ټولنې دي چې د ځوانو کادرونو د روزنې او ویښتابه ستر مسؤولیت او دنده سرته رسوي، د همدې ټولنو له لارې د یوه قوم د ژبې، کلتور او نورو ارزښتونو د غوړېدا لپاره کار کېږي، موږ او تاسو په تېرو (۱۷) کلنو کې ولیدل چې د هېواد د سترو او کوچنیو ژبو د پرمختګ لپاره زیات کارونه او فعالیتونه ترسره شول، د علمي او فرهنګي شخصیتونو د کارونو د ستایلو په موخه په لسګونو غونډې او علمي پروګرامونه جوړ شول، د همدې ټولنې د زیار او هڅو په پایله کې په لسګونو مهم او با ارزښته کتابونه چاپ شول او د دې تر څنګ زموږ ژبې د نورو ژبو په پرتله لا هم ډېرو علمي او فرهنګي کارونو ته اړتیا لري، د نورو پرمختللو ژبو د مهمو کتابونو را ژباړلو ته اړتیا لیدل کېده، چې په یاده برخه کې کلتوري او فرهنګي ټولنو خپله دنده تر ډېره ځایه پورې په ښه توګه سرته رسولې ده، په بېلابېلو برخو کې، له ساینس او ټکنالوژۍ څخه نیولې، بیا تر ادب او ژبې پورې مهم کتابونه او رسالې را وژباړل شوې او د چاپ په ګاڼه سمبال شوې چې دا کارونه یې د یادونې او ستایلو وړ دي. پوهې او علم ته د ځوان کهول په هڅونه او تشویق کې یې مهم رول لوبولی دی، په فکري برخه کې یې د ځوانانو د یووالي لپاره زیات زحمتونه ایستلي دي، د مسؤولینو سره یې د خپلې ټولنې او ولس ګڼې ستونزې شریکې کړې دي او د خپلو ناستو او آواز په وسیله یې مسؤولین متوجې کړي دي، نو په لنډه توګه ویلای شو چې کلتوري ټولنې خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري د ژبې، ادب او فرهنګ په بډاینه کې ستر رول لري، په کار ده چې نوره هم پاملرنه ورته وشي، څه ناڅه ستونزې چې لري، د هغو په له منځه وړلو کې ځوانان نور هم جدي شي، او بله خبره دا چې باید پام ورته وشي، هغه وخت به نور هم د مدني او کلتوري ټولنو کار اغېزمن شي، کله چې د همدغو کلتوري ټولنو تر منځ د یووالي مزي مضبوط شي، له بې ځایه مخالفتونو څخه به وژغورل شي.

۲-۱: تازه، سمیع الله. نګاهی به سرزمین نورستان، د میرزا تازه ګل فرهنګي بنسټ، ۱۳۹۶ ل کال.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس