معماری
خانه / فعالیتونه / خالد آصفي په جنوب ختیز زون کې د استازي په توګه وټاکل شو

خالد آصفي په جنوب ختیز زون کې د استازي په توګه وټاکل شو

خوست ولایت ته د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د سفر په ترڅ کې د هېواد په جنوب ختیز زون کې د یادې ټولنې د فعالیتونو د پیل او د هغه ځای له ژورنالیستانو او رسنیو سره د اړیکو د پراختیا په موخه د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو د پوهنځي محصل احمد خالد آصفي ددې ټولنې د مسؤول په توګه و ټاکل شو.

د ګهیځ ټولنې پلاوي د روان لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه او لسمه نېټه، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شیخ زاید پوهنتون له چارواکو، استاذانو او محصلینو سره ناستې ترسره کړې او هغوی ته یې ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ددې لیدنو او کتنو په ترڅ د یاد پوهنتون له سرپرست رئیس ښاغلي احمد جاوید شکیب، د محصلانو د چارو آمر ښاغلي نورمحمد ثاقب مندوزي او د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي سر پرست رئیس ښاغلي پوهندوی محمدخان نیازي سره ناستې درلودې او د کارونو او فعالیتونو په اړه یې ورسره بحث وکړ.

همدارنګه د ګهیځ ټولنې پلاوي د خپل دې سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي له یو شمېر استادانو او د وروستیو کلونو محصلینو سره هم وکتل او په داسې حال کې چې د پوهنځي سرپرست رئیس ښاغلي نیازي هم شتون درلود، هغوی ته یې د ګهیځ ټولنې کارونه او فعالیتونه شرحه کړل، چې د یادو استاذانو او محصلینو له خوا په دلچسپۍ واورېدل شول او په داسې حال کې چې په خوست ولایت او ټوله جنوب ختیزه حوزه کې یې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو د پیل هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د یادولو ده چې ګهیځ ټولنې تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د جنوب لویدیز زون لپاره، په ننګرهار کې د ختیز زون لپاره او په کندوز کې د شمال ختیز زون لپاره خپل مسؤولین او استازي ټاکلي وو چې د فعالیتونو د پراختیا په هوډ یې ددې سفر په ترڅ کې د خوست ولایت کې د جنوب ختیزې حوزې لپاره هم ښاغلی خالد آصفي د ګهیځ ټولنې د مسؤول او استازي په توګه و ټاکلو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس