معماری
خانه / ژورنالیزم / په افغانستان کې رسنیز کار او غیر مسلکي چلند!

په افغانستان کې رسنیز کار او غیر مسلکي چلند!

 

د ګهیځ د اجرايي کمیسیون غړی نعمت الله عزیزي

رسنۍ په یو وېشتمه پیړۍ کې داسې یو ځواک دی چې آن دیکتاتور نظامونه او شخصیتونه یې هم له اغېز او ارزښت سترګې نه پټوي دا ځکه چې په خپل غیر محسوس ځواک سره نظامونه لړزوي او د ملتونو په بیدارۍ او ویښتابه کې یې خپل رول اداء کړی دی.

رسنۍ چې اوس مهال د بشري ژوند نه بېلیدونکې برخه ګرځیدلې او د انسانانو په ژوند یې لږ یا ډېر اغېز خامخا کړی دی. په افغانستان کې په خواشینۍ سره ځینې وختونه یوازې د رسنیو منفي اغېز ته ګوته نیول کېږي او مثبت اړخ ته یې پاملرنه نه کېږي په داسې حال کې چې خلکو ته د نیوکې دا وړتیا هم همدې رسنیو ورکړې ده ترڅو سم له ناسم او ښه له بد څخه جلا کړي.

هره رسنۍ هغه که انځورېزه ده که غږیزه یا چاپي او… په ټولنه کې ځانګړی ارزښت لري او خپلې بسټیزې دندې ترسره کوي چې د بېلګې په توګه یې دا څو دندې په ګوته کوو:

  • اطلاع او خبر رسونه: چې تر ټولو اصلي او اساسي دنده ده او انسان د یوه ټولنیز ژوندي په توګه تل په دې هڅه کې دی په هغه څه چې نه دی خبر ځان خبر کړي او خپل معلومات ډېر کړي.
  • ښوونه او پوهونه: رسنۍ د خپلو نشراتو په چوکاټ کې هغه څه وړاندې کوي چې د ټولنې ډېری برخه ورته اړتیا لري او د هغوی د پوهې د لوړولو په کچه کې ستره ونډه لري او …
  • سازماندهی او لارښوونه: رسنۍ د مشخصې پالیسۍ له مخې چې پر بنسټ یې خپل پروګرامونه تنظیموي خپل مخاطبانو ته لیدلوری ټاکلی او په نا آګاهانه ډول ټولنه په هغه لور روانېږي چې رسنۍ یې هیله لري او د خپلو پروګرامونو پر اساس یې ورته ټاکي.
  • سرګرمي او بوختیا: رسنۍ د بشري ټولنو د نه بېلېدونکې برخې په توګه اړ دي خپلو مخاطبانو ته د تفریح لپاره څه وړاندې کړي، او د انسانانو دا اړتیا هم پوره کړي.

که چېرې د رسنیو اصلي دندو ته پام وشي په نړۍ کې به داسې څوک پیدا نه شي چې د رسنیو په ارزښت او رغوونکي رول باندې قانع نه وي، دا که په هره علمي کچه کې وي، د ځمکې په هره برخه پورې تړاو ولري، که د اقتصاد له اړخه په هره حال وي او د ژوند په هر پړاو کې وي او … خو د خپل شاوخوا او نړۍ څخه خبرېدو ته اړتیا لري، د خپل ژوند د پرمختګ لپاره پوهې او ښوونې ته اړ دی او سرګرمي او تفریح یې له ستړیاوو د را ایستلو لپاره ضروري ده او بلاخره د خپلې ټولنې هېواد او سیمې له ګټو او مصالحو څخه د دفاع لپاره فکري لارښوونې او رهبرۍ ته اړمن دي.

خو…!!!

دا چې رسنۍ تر کومه په لویه کچه د خلکو اړتیاوو او ملي او عامه ګټو ته پام کوي او د ټولنو اړتیاوو ته په کتو سره خپل پروګرامونه تنظیموي، د رسنیو مالکان، د رسنیو تر شا فکر او موخې، او د رسنیو په رأس او مشرتابه پلاوي کې مسلکي برخورد او … پکې بنسټیز رول لري.

د رسنیو لپاره اوس مهال په نړۍ کې درې ډوله نظامونه او ټولنې شته!!

سره له دې چې د ژورنالیزم پوهانو په ۱۹۵۶ زیږدیز کال کې رسنیز نظامونه په څلور ډوله وویشل: (۱- آمرانه، ۲- آزادي پلوه، ۳- ټولنیز مسؤولیت پلوه او ۴- کمونیستي ) نظامونه. چې دا هر یوه یې مشخصې ځانګړنې درلودلې، خو اوسنۍ نړۍ کې که وکتل شي لاندې درې ډوله ټولنو ته متوجه کېږو.

  1. هغه هېوادونه او ټولنې چې لا هم پکې د دیکتاتورۍ رنګ او خوند شته او رسنۍ پکې ډېرې محدودې او تر جدي څار لاندې دي.
  2. هغه هېوادونه او ټولنې چې رسنۍ پکې نسبي آزادي لري، خو بیا هم د حکومتونو له لارې تر څار او سانسور لاندې فعالیت کوي.
  3. دیموکراتیک هېوادونه او ټولنې چې د قانون په چوکاټ یا بې له قید او شرط څخه د فکر او بیان آزادي شته او رسنۍ پکې فعالیت کوي او له کوم جدي ګواښ سره مخ نه دي.

هغه ټولنې چې نوې له دیکتاتورۍ او مستبد وضعیت څخه د فکر او بیان آزادي ترلاسه کړې ډېر کله د ستونزو سره مخ وي او له نورو هېوادونو او فکرونو څخه سرچینه اخیستونکې رسنۍ هغه څه ټولنې ته وړاندې کوي چې نه یوازې په هغه ټولنه کې ګټور نه وي، بلکې زیان رسونکي هم ګڼل کېدای شي،

خو دا بیا د آزادو ټولنو یوه ځانګړنه ده چې هر څوک پکې هر څه ویلای شي البته تر هغې چې د نورو آزادۍ سلب نه کړي، ځینې هېوادونه بیا د حکومتونو د پالیسیو مطابق له رسنیو په خپله ګټه کار اخلي او خپل فکر او نظر په ټولنه کې د ملي ګټو په توګه خلکو ته معرفي کوي او ګته ترې اخلي.

سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون د څلور دېرشمې مادې پر بنسټ ټول افغانان د فکر او بیان آزادي لري او رسنۍ کولای شي دلته فعالیت وکړي او په دې برخه کې د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب او نافذ دي او  دا هم مهمه ده چې اوس مهال افغانستان د سيمې د ډېرو هېوادونو په پرتله د بیان د آزادۍ په ډګر کې مخکښ دی او دا د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو لپاره ښه پرمختګ ګڼل کېدای شي.

په افغانستان کې د رسنیو پراخ فعالیت د خلکو په ژوند ډېر اغېز کړی او خلک یې تر پخوا ډېر له نړۍ سره نږدې کړي، د هېواد، سیمې او نړۍ پر سیاستونو یې څه نا څه پوهولي، د معلوماتو د کچې د لوړولو په برخه کې یې خپل رول اداء کړی، خلکو ته یې د نیوکې او خپل غږ اوچتولو چانس ورکړی او داسې نور ډېر مثبت ټکي شته،

خو له منفي اغېزو یې هم سترګې نه شو پټولای چې دلته بیا د رسنیو تر شا پرتې موخې، پالیسي ګانې او د مالکانو یا مشرانو غیر مسلکي توب او یا هم رسنیو ته د سوداګرۍ له نظره کتل هغه څه دي چې د افغان رسنیو منفي ټکي خلکو ته ډېر بربنډېږي.

په حقیقت کې رسنۍ د ژوند د ښه دوام او پرمختګ وسیلې دي، خو په افغانستان کې له رسنیو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه او د رسنیو په مشرتابه کې د غیر مسلکي کسانو شتون چې د ژورنالیزم له اصولو او نازکو تارونو خبر نه دي، دا بهیر ټکنی کړی او له رسنیو هغه څه ټولنې ته وړاندې کېږي چې په غیر مستقیم ډول یې ارزښتونه بې ارزښته کوي او د ګټې په ځای ورته زیان رسوي.

په رسنیو، ژورنالیستیکي سازمانونو او په ټوله کې په ژورنالیستکو فعالیتونو کې د مالکیت او ملکیت پر بنسټ د غیر مسلکي کسانو واک چلول غیر مسلکي کړنو او فعالیتونو ته لار هواره کړې ده چې په پایله کې یې پر تولید شوي پیغام او رسنیزو کړنو اغېز له ورایه ښکاري.

د کاري چاپیریالونو ستونزې:

افغان خبریالان په دواړو بهرني او داخلي (درون سازمان، بیرون سازمان) کاري چاپیریال کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سره له دې چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په بهر کاري چاپیریال (بیرون سازمان) کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او “د بې پولې خبریالانو د بنسټ (RSF) ” د وروستي راپور پر اساس افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره په تېر ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر ټولو خونړی ځای ؤ چې پکې ۱۵ خبریالان او رسنيز کارکوونکي په شهادت رسېدلي دي او دا حالت لا هم دوام لري، خبریالان او رسنیز کارکوونکي هر ورځ وهل کېږي،

وسایل یې ماتېږي، سپکاوی یې کېږي، په وخت معلوماتو ته لاسرسي نه لري، ګواښل کېږي، وسله وال بریدونه او بمي چاودنې پرې کېږي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو له دې ورهاخوا د رسنیو په داخل کې (درون سازمان) کې هم له خورا ځورونکي حالت سره مخ دي.

له یوې خوا د رسنیو د مالکانو له خوا رسنیو ته په سوداګریز نظر کتل، غیر مسلکي برخوردونه، له خبریالانو غیر مسلکي او غیر قانوني غوښتنې، پر وخت او د مناسبو آسانتیاوو نه برابرول او خورا ډېرو نورو ستونزو افغان خبریالان له ځورونکي حالت سره مخ کړي دي، د غیر مسلکي برخورد د سلګونو بېلګو یوې ته یې اشاره کوم.

یوه ملګري چې په یو خصوصي ټلویزیون کې یې کار کولو راته ویل چې یوه ورځ د ټلویزیون مالک (چې سوداګر ؤ) دفتر ته راغلو ټول کار کوونکي یې را وغوښتل او ویې ویل: تاسې چې کوم خبرونه خپروئ هېڅ په درد نه خوري زه داسې خبرونه غواړم چې بیګاه نشر شي سهار وزیر د وزارت له څوکۍ لرې شي.] دا چې دا ډول ښاغلو ته د دوی د خوښې خبرونه په څه ډول جوړ شي او له کومه شي د ژورنالیزم مسلک له وسه پورته خبره ده، ځکه د اصولو او منل شویو ارزښتونو خلاف کړنو ته ژورنالیزم اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا د رسنیو د څښتنانو له خوا د پانګې او پروژو د ترلاسه کولو لپاره داسې سریالونه او فیلمونه خپرول چې په ټولنه کې د تفریح او مثبت فکر پر ځای ستونزې زیږوي، کورني تاوتریخوالي ته لار هواروي، ذهني فشارونه زیاتوي او د افغاني او اسلامي فرهنګ پر خلاف داسې څه پکې وي چې هېڅ با فرهنګه افغان یې نه خوښوي چې په دې توګه په ټولنه کې د رسنیو رغوونکي رول او حیثیت ته زیان رسوي.

همدارنګه تخصص ته نه پاملرنه په داسې بڼه چې یو خبریال او راپور جوړونکی اړ دی چې یوه ورځ د اقتصاد له ډګر، بله ورځ د سیاست، بله ورځ د پارلمان د قانون د تصویب له پروسې، د ټولنیزو ستونزو، د هېوادونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو او … په هکله راپورونه جوړ کړي چې یو خبریال په مشخصه کاري ساحه کې کار ته نه پریښودل کېږي او هره ورځ اړ دی د ځان پوهونې په پار د هر راپور لپاره ډېره زیاته مطالعه وکړي او معلومات را ټول کړي ترڅو راپور یې ګټور او د نشر وړ وګرځي.

سره له دې چې دا ډول کار د خبریال لپاره له ګټې خالي نه دی، خو په حقیقت کې دا یو کاري مجبوریت او د رسنۍ له لوري فشار دی چې دا بیا د رسنیو د ادارې نیمګړتیا، غیر مسلکي توب او تخصص ته نه پاملرنه په ګوته کوي.

له بل لوري تر ډېره په افغاني رسنیو کې د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ځانګړي پروګرامونه نشته او که یې لري ډېر کم او په نشت حساب دي، ځکه د رسنیو مالکانو یوازې او یوازې هڅه کوي چې خپلې موخې ترلاسه او د خبریالانو له انرژۍ څخه ګټه پورته کړي.

کیدای شي ځینې رسنۍ په دې برخه کې ستونزې کمې او ځینې بیا زیاتې ولري همدارنګه د رسنیو د کارکوونکو د استخدام او تقرر په وخت کې هم ډېر کله اړیکې پالل کېږي حق اصلي حقدار ته نه سپارل کېږي او حتا په رأس کې غیر مسلکي کسان ځای مومي او د رسنیو مالکانو ته نږدې او ژمن کسان د مسلکي او په کارپوه خلکو پر ځای ځکه ټاکل کېږي ترڅو د تمویلوونکو غوښتنې او د اصولو خلاف کړنې ومني، دا په داسې حال کې ده چې مسلکي او په اصولو خبر او پوه خبریالان به هېڅکله د رسنیو د مالکانو غیر مسلکي، غیر اصولي او غیر قانوني غوښتنو ته غاړه کښېنږدي.

پایله

که چېرې په افغانستان کې د مطبوعاتو او ژورنالیزم تېر تاریخ ته وکتل شي او اوسنی حالت په پام کې ونیول شي د خورا ډېرو ستونزو سره سره بیا هم افغانستان په دې برخه کې ورځ تر بلې پراختیا او پرمختګ کوي او دا کاروان لا هم د خپلې بریا پړاوونه یو پر بل پسې بشپړوي.

په اوسني وضعیت کې د رسنیو ځینو نیمګړتیاوو ته په کتو سره وضعیت ورځ تر بلې د مسلکي توب او تخصص په لور روان دی او اوس آن هغه د لسو کلونو مخکې حالت هم نه دی، ځکه ورځ تر بلې د ژورنالیزم متخصصین او مسلکي روزل شوي کسان د بېلابېلو تحصیلي نهادونو له لوري ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې کېږي چې په دې منځ کې به تر ټولو ښه رسنیو ته لار مومي او په ژورنالیستکي اصولو او ارزښتونو پوه مسلکي روزل شوي کسان به د غیر مسلکي غوښتنو او کړنو سره تر یو بریده مبارزه کوي چې بلاخره په دې مهم او د ټولنې د رهبري کوونکي مسلک کار به لا ډېر مسلکي او پر ټاکل شویو اصولو ولاړ کار وي او له موضوعاتو سره به مسلکي برخورد او چلند کېږي.

د همداسې ورځې په هیله

مآخذونه:

فانوس، میر عزیز احمد. (۱۳۹۱) ارتباطات مفاهموی. کابل: انتشارات رسالت.

نجفي زاده، سیدهارون. (۱۳۸۵) روزنامه نګاري کاربردي. کابل: بنګاه انتشارات میوند.

روزنامه افغانستان، (https://farsi.alarabiya.net/fa/afghanistan/2018/12/19/سازمان-گزارشگران-بدون-مرز-در-سال-۲۰۱۸-افغانستان-مرگبارترین-کشور-برای-خبرنگاران-بوده-است.html).

کارگزار، بهاره. روابط عمومی و مدیریت موفق. (http://ensani.ir/file/download/article/20101108192511-روابط%۲۰عمومي%۲۰و%۲۰مديريت%۲۰موفق.pdf)

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس