معماری
خانه / ادب و هنر / هغه څه چې را ټولول یې اړین دي!

هغه څه چې را ټولول یې اړین دي!

 

ليکواله: حسينه عارف

زموږ څېړنې زياتره په دولتي او نادولتي علمي مرکزونو پورې تړلې دي؛ خو په دغو مرکزونو کې که د مونوګراف په کچه وي که د ماسټرۍ د تېزس او که د ترفيع لپاره وي، زياتره څېړونکي د موضوعاتو له نشت سره مخ دي.

مطلب دا نه دى، چې موضوعات نشته، مطلب دا دى، چې زموږ علمي مرکزونه څېړونکي ته د نوې او ګټورې موضوع لپاره فرضيه نه شي ورکولى.

فرهنګ ته د ګټور خدمت لوى ډګر څېړنه ده. که له خپلو څېړنو سره احتياط وکړو او د خپلو خلکو او ژبې اړتيا ته مو پام وي، ښايي څېړنه مو ګټوره وي.

زموږ په هېواد کې په ټولنيزه، په تېره د ادبپوهنې په ډګر کې د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته ګټور کار شوى دى. که موږ دا ليکنې د کتاب په بڼه چاپ کړو، يو خو به لوستونکى د خپلو علمي هڅو له لوړو ژورو خبر کړو؛ بله، خو لويه ګټه يې لوستونکي ته ده. په دغو ليکنو کې ډېرې داسې پخې ليکنې شته، چې د ادبپوهنې اوسنيو پوښتنو ته اوس هم ځواب ويلاى شي.

د ځينو علمي حقايقو عمر اوږد وي. بيا زموږ فرهنګي پرمختګ هم د نورو ملتونو پرخلاف ورو دى. پر دې بنسټ دغه ليکنې اوس هم راته ګټورې دي.

زموږ څېړنې لوستونکي لولي؛ خو د څېړنو لوري مو د لوستونکو پرځاى څېړونکي او د امتيازاتو اخيستو ته وي. که د څېړنو مخ مو لوستونکو او اړتيا ته واړوو، ډېرې جړې غوټې به پرانيزو او ډېر تت ذهنونه به روښانه کړو.

ښه دا ده، چې دا ليکنې که د يوې ټولګې په بڼه چاپوو، چې موضوع ته پام وکړو او د موضوع له مخې يې وپېيو. مثلا: په ادبي تيورۍ کې موږ کم کتابونه لرو او زياتره معلومات مو د ليکنو په بڼه خواره واره دي، ځکه راته ځان په دې برخه کې خوار ښکاري. که دا ليکنې له بېلابېلو مجلو، اخبارونو او جريدو راټول کړو، دا تشه به مو څه نا څه ډکه شي. اوس په دې پوه يو، چې ادبي تيوري عمومي موضوع ده؛ نو چې د ټولګې په بڼه د ادبي تيورۍ کومې ليکنې را اخلو، تر دې هم مشخصول به راته ګټور وي. لکه د کيسو د تيورۍ په اړه خپاره مواد ډېر دي؛ خو که د يوه کتاب په بڼه چاپ شي، له لوستونکي سره د کيسې په تخنيک کې مرسته کولى شي.

خو د يوې مشخصې موضوع په سيوري کې د اوسني وخت د اړتيا له مخې د ليکنو د راټولولو لپاره غوراوى اړين دى:

په اوسنيو ادبياتو کې څه نا څه بدلون راته وايي چې پخوانۍ تيورۍ چورلټه پر اوسنىیو ادبياتو نه تطبيقېږي او د داسې ليکنو چاپ راته ښايي پر نوي مهال پېټى ښکاره شي.

له علمي پلوه ځينې پخوانۍ ليکنې داسې هم شته، چې په بيا چاپ نه ارزي او کمزورې دي.

له داسې ليکنو سره هم ښايي چې مخ شو، چې ابهام وي پکې، ليکوال يا څېړونکي پکې پر لوستونکي خپل علم خرڅ کړى وي يا يې پر ادب د يوې ناادبي مفکورې د تطبيق هڅه کړې وي، چې انتخاب يې معقول کار نه برېښي.

له داسې نورو معيارونو هم د ليکنو په انتخاب کې استفاده کولاى شو.

اوس چې د موضوع له پلوه دا ليکنې انتخابوو، ښايي دومره ډېرې ليکنې راټولې کړو، چې په يو ځل يې د چاپ امکان نه وي؛ نو ښه دا ده، چې په ټوکو کې يې وار په وار خپرې کړو او که څوک يې د څېړنيزې موضوع په توګه هم اخلي، نو هغومره دې چاپ کړي، چې امکانات يې ايجابوي، البته په دغه مشخص انتخاب کې له معلومو معيارونو کار واخلو، چې همدې برخه کې د بل چا د کار مخه ونه نيسو.

په يوه موضوع کې نور فرعي موضوعات وي. ليکنې پکار دي، چې په خپلو کې ټينګه موضوعي اړيکه ولري، چې لوستونکى يې له يو بل سره کوشير کړي او يو کلي تأثر ترې واخلي. مثلا: د لنډې کيسې د تيورۍ په اړه د ليکنو په ټولګه کې د کرکټرايزيشن اړوندې ليکنې په يوه برخه کې، د مکالمو اړوند ليکې بله برخه کې او د راوي اړوند ليکنې په بله برخه کې راټولولاى شو.

د بل چا له خوا د يوه ليکوال د مقالو ټولګه له موږ سره د يوه تأثر په اخيستو کې مرسته نه کوي او ښايي پر لوستونکي د ليکوال شخصيت سيورى وکړي يا نامستقيم د قومپالنې او سمتپالنې د بدبينۍ په دوړو کې سمه استفاده ونه کړاى شوي؛ نو د موضوع له پلوه د ليکنو پېيل بې توپيره موږ د ښو ليکنو راټولولو ته متوجه کوي.

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس