معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د پښتو یېګانې

د پښتو یېګانې

                                             د پښتو یېګانې

لیکوال: هدایت الله فرید
پښتو ليکدود د ميخي، ارامي او خروشتي ليکدودونو له پړاوونو څخه راتېر شوی، تر اسلام وروسته يې د عربي ليکدود بڼه ځانته غوره کړې. د عربي ژبې الفبې چې ټول ۲۸ بېلابېل توري لري، ولې بيا هم د دې جوګه نه ده چې د پښتو ټول غږونه را ونغاړي. معنا دا چې د پښتو فونيمونو شمېر زيات دی او د عربي ليکدود د ګرافيمونو شمېر کم.
د همدې کمښت د پوره کولو او د پښتو غږونو د سمې افادې لپاره د (يېګانو) سربېره ۸ نور توري د پښتو الفبې سره يو ځای شوي چې تر ډېره بريده يې د پښتو فونيمونو د افادې چاره اسانه کړې ده.
دلته زه د پښتو پر (يېګانو) بحث کوم، د کــــارونې ځايونه، اووښتې بڼې او هــــــغه ســــــتونزې چې د ( يېګانو) له امله رامنځته شوي، په اړه يې د ژبپوهانو او ليکپوهانو نظريات را اخلم.
عموماً په پښتو ژبه کې (يېګانې) د شکل او بڼې له مخې پر ۵ ډولونو وېشل شوي دي، دغه شکلونه او بڼې ورته د پښتنو ژبپوهانو او ليکپوهانو له خوا غوره شوي دي، خو که د باړه ګلۍ د سيمينار پرېکړه ورسره يو ځای شي، دا شمېر پر ۶ بدلېږي او يوه بله (
ے) ور اضافه کېږي. مګر دا ۵ شکلونه يا شپږ شکلونه په اصل کې د څلورو بېلابېلو فونيمونو استازولي کوي.
دا چې موضوع ډېره اوږده نه شي، نو دا دی د ( يېګانو) د کارونې ځايونه دلته تشرېح کوم.
۱-نرينه، بې ټکو يا ( ی =
ay) : دا (يې) د ژبپوهنې له معمول تعريف سره سم يو غبرګغږ/ ډيفټانګ بلل کېږي، چې جوړښت يې له يو واول او يو سيمي واول څخه رغېدلې.
د کارونې ځايونه:
الف– د مفردو نرينه نومونو په پای کې راځي. لکه: سړی، لالی، منګی…
ب- په ځينو نسبتي صفتونو کې هم راځي. لکه: بڼيالی، جنګيالی، ننګرهاری، پېښوری…
ج- د ځينو امکاني فعلونو په پای کې هم راځي.
لکه: زما زړه ستا په يوې مينناکې خبرې خوشالېدلای شي.
زما زړه ستا په يوې کرکجنې خبرې بېرته خپه کېدلای شي.
د- په ضميرونو کې هم ترې کار اخيستل کېږي. لکه: دوی، هغوی
۲- څرګنده، معروفه/ لنډه يا (ي =
i): دا ( يې) په پښتو کې يو واول غږ دی، د دې (يې) کارونه په پښتو  متنونو کې بيخي ډېره دود ده.

 



د کارونې ځایونه:
الف- هغه مفرد نومونه چې په دې ( ی) پای ته رسېدلي وي، د جمعې په حالت کې ( ی) پر (ي) اوړي.     

     مفرد                                     جمع
لېونی                                     لېوني
منګی                                     منګي
لرګی                                      لرګي
ب- د ځينو مفرد ښځينه نومونو په پای کې هم راځي.
لکه: سلایي، دوستي، خوښي…
د- د حال زمانې په فعلونو کې هم هم استعمالېږي.
لکه: کوي، ليکي، خوري…
۳- اوږده، ښځينه/ مجهوله يا (ې
(e : دا ( يې) هم يو واول غږ دی، د پښتو کليمو په تېره بيا په ښځينه نومونو کې ډېر پکارېږي.
د کارونې ځايونه:
الف- هغه مفرد ښځينه نومونه چې په ګرده (ه) يا (
a) پای ته رسېدلي وي، د جمعې په صورت کې کې ( ه) پر ( ې) اوړي.
مفرد                           جمع
پاڼه 
                            پاڼې
مېوه                            مېوې
مڼه                              مڼې
ب- د ښځينه مفردو حقيقي مؤنثو نومونو کې هم استعمالېږي.
لکه: ادې، ناوې، خواښې
ج- د ښځينه ضميرونو لپاره هم استعمالېږي.
لکه: دې، هغې
يادونه: د دې (ې) يوه ځانګړنه دا ده چې د کليمو په منځ کې خپل هويت له لاسه نه ورکوي.
لکه: ( تېر) پخوا/ تېر شوی په معنا                  ( تير) د لرګي په معنا
(پېر) د مهال په معنا                               ( پير) د مرشد/ پير

۴ـ همزه واله، فعلي/امريه يا ( ئ = ay): دغې (يې) ته فعلي او امريه ( يې) هم ويل شوې، دا هم د ژبپوهنې د معمولو تعريفونو له مخې يو ډيفټانګ دی.
د کارونې ځايونه:
الف ـ اکثر د امر و نهې په فعلونو کې راځي.
لکه: وخورئ، وڅښئ، وليکئ، مه خورئ، مه څښئ، مه لیکئ.
۵ ـ زورکيوالا، ښځينه/ نومواله يا ( ۍ =
ay): دغې (يې) ته زورکيوالا، ښځينه/ نومواله (يې) هم ويل کېږي، دا هم د ژبپوهنې د معمولو تعريفونو له مخې يو ډيفټانګ دی.
د کارونې ځايونه:
الف ـ تل د ښځينه نومونو په پای کې راځي.
لکه: سپوږمۍ، کوچۍ، نجلۍ…
ب- تل د ښځينه صفتونو په پای کې راځي.
لکه: کابلۍ، پېښورۍ، ننګرهارۍ…
ج ـ د ځينو هغو نسبتي صفتونو د جمعې او مغيره حالت لپاره راځي، چې پر څرګندې ( ي) پای ته رسېدلي وي.
لکه:                                     اصلي حالت                               مغيره حالت
دوستي                                        دوستۍ
تربګني                                         تربګنۍ
خوشالي                                        خوشحالۍ                                              په خپل ليک کې د ( يېګانو) سهي مراعت ددې باعث ګرځي، چې لوستونکی د متن له لوستلو څخه سهي معنا واخلي او په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. هغوی چې په خپل ليک (يېګانې) نه مراعاتوي، لوستونکي ته ستونزې پېښوي او له ليک څخه پوره او بشپړه معنا نه شي اخيستی.

د پښتو يېګانو ستونزې:
پوهاند محمد اسمعيل يون د (ئ) او (ۍ) په اړه داسې ليکي:
دا دواړه په حقيقت کې يو فونيم يا د يوه غږ دوه شکلونه دي. د (
u  ) او ( o) دوو فونيمونو لپاره موږ يو ګرافيم (و) لرو، خو دلته بيا د يوه فونيم (ay) لپاره دوه شکله ( ئ = ۍ) لرو.
پښتو ژبپوهانو او ليکپوهانو د همزه والې (ئ) د ضرورت وجه (فعلي افاده) ګڼلې، نو که فعل، نوم او صفت د تثبيت لپاره موږ د اوازونو شکلونه بدلوو، نو بيا خو هغه نورې ( ی،ي،ې) ګانې هم په فعلونو، صفتونو، او نومونو کې راځي، نو هغو ته مو ولې بېلابېل شکلونه غوره نه کړل؟

استاذ همداراز زياتوي چې:
همزه واله (ئ) زموږ پر ژبې يو زياتی بار دی، نو ګټه نه لري او بايد له الفبا څخه حذف شي.
استاد محبوب شاه محبوب بيا د (ئ) او (ۍ) په اړه داسې وايي:
د (ئ) او (ۍ) غږ سره توپير نه کوي، زورکيواله (ئ ) ته د امريه سربېره فعليه (يې) هم وايي.

دا (يې) يوازې په امريه کارونو کې نه، بلکې په فعلونو کې هم راځي.
د ( ۍ) په اړه بيا وايي:
دا (يې) په اسمونو کې راځي.د دواړو (يېګانو) شتون ضروري ګڼي او وايي چې موږ ته په لوست کې اسانتياوې رامنځته کوي. هغه غونډې او پرېکړې چې په راتلونکي کې کېږي دغه بحث بايد د ژبنيو قواعدو، د غږ د تلفظ او ګرافيمپوهنې پر اساس مطرح شي.

اخځليکونه
۱ – يون، محمد اسمعيل، پښتو ليکنی سمون، يون کلتوري يون، کابل ۱۳۸۷
۲ ـ محبوب شاه محبوب، ژبدود، مومند خپرندويه ټولنه ـ جلال اباد، ۱۳۹۶س

       

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس