معماری
خانه / اعلامیه / د غمرازۍ پيغام

د غمرازۍ پيغام

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په خواشینۍ خبر تر لاسه کړ چې افغان ژورناليست، ليکوال او شاعر سرڅېړونکی عبدالله بختانی خدمتگار، له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.( انا لله و انا الیه راجعون)
د پښتو او دري ژبو دغه مشهور لیکوال او شاعر، خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا یې د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړې وې.
مرحوم عبدالله بختاني خدمتګار د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده او په ١٣٧٣ ل. کال کې متقاعد شوى دی. عبدالله بختانی خدمتگار د پورته يادو شويو دندو تر څنگ وخت په وخت په ښونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په حيث خدمت کړى دى.
په ١٣٨٢ ل. کال کې د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې دهغه تقاعد رفع او د ١٣٨٥ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى و.
استاد په ١٣٥٥ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې وه او وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا (پروفيسر) د درجې سره معادله وه.
مرحوم استاد عبدالله بختانۍ خدمتګار په دري او پښتو ژبو کې په سل ګونو ټوکه لیکنې، شعري مجموعې او ژباړې لري چې ځیني یې چاپ شوې او ځیني یې لا د چاپ په ګاڼه ندی سمبال شوي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، په داسې حال کې چې د مرحوم استاد بختاني مړینه د افغانستان د ادب او ژورنالیزم په ډګر کې یوه ستره ضایعه ګڼي، نوموړي ته له لوی الله نه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته یې صبر او اجر غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس