معماری
خانه / ژورنالیزم / د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو رول

د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو رول

د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو رول

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو آمر نورمحمد ثاقب

پوهېږو چې رسنۍ د پېغامونو، حقیقتونو، واقعیتونو، معلوماتو ټولولو او عامو خلکو سره د شریکولو سرچینې دي، چې اساسي دندې یې د عامه ولس باخبره ساتل، خلکو ته د ارزښتونو ورپېژندل، د واقعیتونو څرګندول او په اړه يې عام خلک خبرول او خلکو ته د بېلا بېلو موضوعاتو، لکه: ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي، مذهبي او نورو په اړه عامه پوهاوی ترسره کول دي. رسنۍ د خلکو او په ځانګړي توګه د ځوانانو کنګل ذهنونو ته بدلون ورکوي. رسنۍ خلکو ته بې پرې او خپلواک معلومات وړاندې کوي، چې د ټولنیز شعور په لوړولو کې خورا اغېزمن رول لري.

کله چې رسنۍ د انسان په ژوند او پرمختګ پورې تړلې مهمې دندې پر غاړه لري نو د رسنیو چلوونکو ادارو ته په کار ده، چې تولیدات او خدمات په داسې توګه ترتیب او وړاندې کړي چې د ټولنې د انساني اړتیاوو سره مطابقت ولري. معلومات او پېغامونه یې باید په څو اړخیزه توګه اغېزمن وي او د خلکو او ځوانانو په بدلون کې یې ټولنیزې ښېګڼې او نېکمرغۍ نغښتي وي. د رسنیو خپرونې باید د ټولنو د اړتیاوو پر بنیاد چمتو شي، نه د ادارې په خوښه ترڅو په ټولنه کې رښتنی بدلون راوستل شي.

هسې خو رسنۍ د انساني ژوند په هره برخه کې ځانګړی اثر لري چې له مخې یې د انسانانو په پرېکړو کې بدلون راځي او لیدلورو ته تغییر ورکوي. کله چې په کومه ټولنه او هېواد کې د سیاسي اوږد مهاله بې ثباتیو له امله خلک په ناامنیو کې ښکېل وي او د پایداره سولې لپاره تږي وي نو په داسې حال کې رسنۍ کولای شي، چې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ داسې رول ولوبوي چې له مخې یې سولې ته د واکمنو تمایلات ډېر شي. مطبوعاتي ادارې د خلکو سره د نړۍ یو د بل ملت هغه تاریخي تجربې، چې د امنیت په ټينګښت کې یې رول درلودلی وي؛ شریک کوي او په پایله کې هغه ملتونه چې امنیت او سولې ته اړتیا لري او غوښتونکي یې وي؛ ګټه ترې پورته کوي.

کله کله داسې کېږي چې د جګړې ښکېلو اړخونو ترمنځ رښتني او د اړتیا وړ معلومات موجود نه وي. د جګړې اغېزمن ملتونه واقعي او حقیقي معلوماتو ته لاس رسي نه لري نو په دې حال کې سولې ته زړونه نه ښه کېږي او د واقعي معلوماتو د نه شتون په صورت کې جګړه دوام مومي او ناامني برقراره ساتل کېږي. په دغه حالت کې که رسنۍ خپل رسالت په ایماندارۍ سره د رسنیو د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کړي او واقعي معلومات له یو اړخ نه بل اړخ ته په معیاري توګه ولیږدوي نو له مخې یې سولې ته تمایلات ډېریدی شي، سولیز فکرونه وده مومي او د اوربندونو فکرونه ایجادیږي ځکه چې د جګړې لورو ته اړین او د تمې وړ معلومات رسېږي چې بالآخره  همغړیتوب او وررولي راځي نو په دې اساس ویلی شو چې رسنۍ د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لرلی شي.

له بل پلوه رسنۍ د امنیت په ټینګښت کې داسې رول لري چې رسنۍ عامه خلکو ته د امنیت د ارزښت په تړاو د بېلا بېلو خپرونو او پروګرامونو په ذریعه علمي، فرهنګي، تاریخي او اقتصادي معلومات نشروي. د مختلفو راډیویي، ټلویزیوني او چاپي رسنیو له لارې د امنیت او خوندیتوب د ارزښتونو خپلولو لارې چارې په ګوته کوي او د جګړې له امله زیانونه ښکاره کوي، چې په پایله کې د خلکو ذهنونه دې ته چمتو کړي ترڅو امن لپاره کار وکړي او له هغو فعالیتونو څخه لاس واخلي چې د ناامنۍ سبب ګرځي. آن رسنۍ د ولس په ځانګړي توګه د ځوانانو ذهنونو ته داسې تغییرات ورکوي ترڅو د امنیت د ټينګښت په موخه هلې ځلې پيل کړي. دا هم د رسنیو لوی رول دی چې د امنیت په ټينګښت کې یې لوبوي. د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو اثر هله ډېر ګټور تمامیږي چې بې پرې او عادلانه خبرونه او معلومات عامو خلکو ته نشر شي. که د رسنیز چینل نشرات یو اړخیز وي نو بیا هم ډېر اغېز نشي لرلی.

د ټولنې د هر انسان ژوند په رسنیو پورې تړلی دی. د نن دور انسان ژوند پرته له رسنیزو معلوماتو څخه نه شونی دی نو د رسنیو چلوونکو ادارو ته په کار ده، چې ډېری خپرونې د تحقیقاتو د پایلو پربنیاد چمتو کړي. د خپرونو ډېری برخه یې باید د ټولنې د حالتو ښکارندوی وي. د بېلګې په توګه د نشراتي پروګرامونو په لړ کې یو شمېر پوښتنې په نظر کې نیول په کار دي لکه: د ټولنې وګړي، له رسنیو څه غواړي؟ رسنۍ عامو خلکو ته څه ګټې رسولی شي؟ رسنۍ د خلکو د غږ او غوښتنو په رسولو کې څه رول لري؟ رسنۍ د عامو خلکو د خدمتونو لپاره څومره ګټورې دي؟ د رسنیو بدلون باید څه ډول ټولنیز پرمختګ ته وده ورکړي؟ دغو او ورته پوښتنو ته په ځواب سره باید د رسنیو فعالیتونه او اهداف تعقیب شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس