معماری
خانه / نویسندگی / تخیل او خلاقیت

تخیل او خلاقیت

ژباړه او زیاتونه: د بغلان پوهنتون استاذ، ګل رحمن رحماني

د تیاتر په یوه صحنه کې یم او مربي راته کیسه کوي:

سترګې پټې کړه، سترګې تړم او په یوه تصور کې ډوبېږم، له اوبو، ځنګل او غره نیولې تر توپ، سړک، موټر او هلته کوڅه کې د چرګانو تر اذانونو هر څه حس کوم.

زما عمر تر ټولو کم ؤ، د مربي ددې لارښوونې سره سره به مې زړه تنګ شو، یوه سترګه به مې په غلا لږ لوڅه کړه، څو نور ووینم چې څه کوي. همدا وخت به مې پام شو چې مربي به ګوته پر مخ را کېښوده او غږ به یې کړ.

دروغ، چل او فرېب بند دی.

د تیاتر صحنې په منځ کې په یوه کړۍ د ننه ولاړ وم، په تیاره او سکوت کې به مې داسې تورو ته غوږ نیولی ؤ چې ډېر وخت به مې دې غږونه ته د ننه په ذهن کې بڼه ورکوله او تورو به خپل نقش هلته لوباوه.

د اوړي داسې وختونه به هم په ذهن کې راغلل چې د کنګل او یخ نیولو اوبو له پاسه به مې قدم اېښوده او لاندې به په کې کبان روان وو.

کله کله به مې په شاپرکو او بلبلانو پسې منډې وهلې.

یوه ورځ به مې له یوه هلک سره په دې سبب جنجال ؤ چې زما د فوټبال توپ یې څېرلی ؤ، بله ورځ به مو بیا یو ځای په واده کې نڅا کوله.

لنډه دا چې ډېر داسې کارونه به مې په ذهن کې تر سره کول چې په واقعیت کې به مې هېڅکله هم نه وو تر سره کړي.

هر ډول تمرین به مې کاوه، منډه، ډیالوګ ویل، نارې وهل او حتی د مربي له خوا ښودل شوي ځای ته په پټو سترګو سفر کول؛ په دې ټولو کې سخت راحت وم.

خپل د لوبو توکي به مې سترګو ته راوستل، د هغوی جوړې، رنګونه او بیا یې د خپلو همزولو له ورته لوبتوکو سره پرتلنه، ما کولای شول چې دا هر څه له کومې هڅې او سختۍ پرته هغسې تصور کړم چې غوښتل شوي وو.

که به مربي وویل چې یو داسې مېز تصور کړئ چې دوه ستر وزرونه لري او د ورېځو له پاسه الوت کوي، یا یوه داسې میاشه وکاږئ چې همدا اوس مو د ملګري پر غوږ ناسته ده، نو هېچا به د ناتوانۍ څرګندونه نه کوله، حتی ډېر ځله به د خپلو تصوراتو په سبب خندا اخیستي وو.

اوس راځو خپلې خبرې ته او هغه دا چې د تصویر جوړونې او تخیل لپاره هېڅوک هم موږ ته دا میتود نه شي را یادولی او کومه روزنه هم نه غواړي، دا یو داسې کار یا پروسه ده چې له ماشومتوب څخه ورسره اشنا یوو او کولای شو چې په هر ډول شرایطو کې یې ترسره کړو.

د تخیل قدرت یا ځواک اصلا دلته خپل ځان ښکاروي، تصور، تخیل، خوب، ارام او ټول اړوند څیزونه انسان ته د نفس کښلو په څېر واجب دي.

دا کوم داسې مهارت نه دی چې د پوهې، روزنې او د علم د کسب پر بنسټ دې تر لاسه شي. البته کله کله محدودیت لري، موږ کولای شو چې انسانان، ګلونه، دفتر، کتاب، جامې او … په اسانۍ سره تصور کړو، ځکه چې دا ټول مو لیدلي دي، یاني ټول هغه څه چې له ماشومتوب نه تر نن پورې راباندې تېر شوي او زموږ پر تخیلي ځواک اغېز پرېږدي.

خو د هغو شیانو تصور چې تر اوسه مو نه لیدلي او نه مو هم حس کړي دي، ډېر ګران او د ځینو لپاره بیخي نا ممکن دی.

تخیل څنګه د خلاقیت پالنه تر سره کوي؟

کله چې موږ خپل ذهن ته حرکت ورکوو او داسې لوري او اړخ ته یې وړو چې تر اوسه مو تجربه کړی نه دی، نو په حقیقت کې داسې تصویرونه جوړوو چې خپله د پنځونې له جنسه دي او خپله د خلاقیت ځواک پیاوړی کوي.

د یوې متفاوتې نړۍ حس کول ځانګړي نبوغ، استعداد او هوښ ته اړتیا لري، دا یو داسې تمرین دی چې هر وخت که وغواړو یا ونه غواړو، ورسره مخامخ کېږو.

هر وخت که داسې یو احساس وکړو چې خلاقیت مو تمام شوی او نور د حرکت لپاره کوم لوری نه لري، باید سترګې پټې کړو او په خپل خیال کې سیر او مزل وکړو. باید له هغه فضا څخه تېر شو چې په کې یوو، داسې ځای ته ځان ورسوو چې زړه مو غواړي، د تاریخ پاڼې واړوو، په تېر او راتلونکي کې ورک شوو، خپل وزرونه پرانېزو، والوزو او دومره اوچت شو چې ورېځې هم راڅخه لاندې پاتې شي.

هر څومره چې د خپل تخیل پر ځواک زیات کار وکړو، خلاقیت هم پیدا کېږي او خپل بېرغ اوچتوي. ټول هغه کسان چې شاهکار هنري اثار، تلپاتې اختراعات او نه هېرېدونکې لیکنې یې پرېښې دي، په حقیقت کې یې هغه خوبونو ته وزرونه ورکړي چې له مودو یې په سر کې وو.

برادران رایټ چې تل به یې د الوت په اړه فکرونه کول، ټېلېفون یې جوړ کړ، همداسې هغه کسان چې نقاشي یې سازه کړه، مجسمه یې وتراشله، سپین کاغذونه یې له کلمو ډک کړل یا یې غږونه په سندرو واړول، دوی بې خلاقیته نه وو.

ددې لپاره چې خپل تخیل ته ښه والی ور په برخه کړو یا په بل عبارت تر ټولو غوره تخیل ولرو، نو اړینه ده چې نوې تجربې حاصل کړو او هغه شیان چې د تصور توان یې لرو، په ښه ډول وپېژنو. الیور ساکس وايي: هوښ، تخیل، استعداد او خلاقیت که د پوهې او مهارت بنسټ ونه لري، نو کوم ځای ته نه شي رسېدلای.

زموږ تکراري پوهه، اګاهي او تجربې ممکن زموږ د ذهني فضا ساحه تنګه کړي، دا چې له اوږدې مودې راهیسې مو ذهن له یو لړ الګوګانو ډک دی او ورسره ملګري یوو، نو امکان نه لري چې متفاوت څېزونه دې ووینو.

یو ځای مې لوستي وو:

موږ غالبا داسې عادت شوي یوو چې ټول شیان باید په ځانګړي روش او ټاکلي شکل ووینو او تصور یې کړو، همدې چارې د نوو شیانو تصور راته ګران کړی دی. د نوو شیانو د ایجاد یوه لاره دا ده چې تېر ته ستانه شو او وګورو چې د خپلو شته تصوراتو لپاره مو کوم داستانونه شاته پرېښي که نه؟

نو په دې اساس د تخیل د بهبود لپاره یوازې د نوې پوهې او تجربې تر لاسه کول بسنه نه کوي، ځینې وختونه باید په خپلو تېرو تجربو کې هم لټون وکړو او پر مټ یې د نوو پېښو پاڼې واړوو. اړتیا ده چې شاته ستانه شوو او ټول شیان له نوي لیده وګورو، باید یوه پراخه نړۍ جوړه کړو او بې وېرې حرکت په کې وکړو.

ددې لپاره غوره لار ممکن دا وي چې د خپلو ذهني الګوګانو شکل او فورم مات کړو، هر څه اپوټه کړو، داسې اس تصور کړو چې په ګامونه ځي، داسې فیل چې الوزي، داسې ونه چې هندوانې په کې شنې شوې یا داسې چتکی چې ګاډۍ کشوي. د هر څه په اړه چې فکر کوو نا ممکن دي.

برنارد شاه وايي: ته تل یو څه وینې او بیا یې وایې، ولې؟ خو زه داسې شیان په خوب او خیال کې راولم چې هېڅ وخت یې شتون نه درلود او وایم چې ولې نه؟

له دې توضېحاتو وروسته د تیاتر د تمرین ډله په خورا غوره توګه درک کوم.

موږ باید د خلاقیت او تخیل په برخه کې داسې نقشونه پر غاړه واخلو چې په درون کې مو نشته، که داسې ونه کړو نو هېڅکله هم نه شو کولای چې د یوه روږدي انسان نقش ولوبوو یا له مور او پلار کېدو وړاندې د مورولۍ او پلارولۍ خوند حس کړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس