معماری
خانه / فعالیتونه / په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

 

په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

 

د ګهېځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له لورې ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر ژورنالیستانو ته د (روان ۱۳۹۸ کال د غويي پر ۵ مه) یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ چې د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو  پکې ګډون کړی و، د قران کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې

د هېواد په ختیځ  زون کې د ګهیځ ټولنې مسوول او آزاد خبریال محفوظ الحق کاکړ د ټولنې پر فعالیتونو رڼا واچوله او ژورنالیستانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره به یاده ټولنه هلې ځلې کوي او د دوی د وړتیاوو د لوړونې لپاره به د دا ډول ورکشاپونو لړۍ دوام ولري.

ورپسې ژورنالیست او د نظر خاوند ایوب ظاهر ژورنالیستانو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ځیني لارښوونې یې ورته وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ژورنالیستانو او خبریالانو ته وویل چې  ژورنالیستان د حقایقو په څرګندولو سره یو لوی مسوولیت ترسره کوي.

د غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون استاد او په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس خبریال یوسف ظریفي ژورنالیستانو ته د ژورنالیزم د اخلاقي اصولو او موازینو په اړه او همدارنګه د رسنیز رپوټ لیکنو د عملي لارو چارو په اړه دوه جلا علمي بحثونه وړاندي کړل چې د ګډون کوونکو خبریالانو له خوا یې په خورا ګرمۍ استقبال وشو.

د غونډې د ګډونوالو له ډلې یو تن صفی الله د منار راډیو خبریال د دې روزنیز ورکشاپ په اړه وویل: “ډېر زیات خوښ یم، چې دا ډول یوه ورکشاپ کې ګډون کوم .”

هغه له ګهیځ ټولنې هم  مننه وکړه، چې د ژورنالیستانو د روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول ورکشاپونه جوړوي. 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس