معماری
خانه / ادب و هنر / د ليکوالۍ بهرني شرايط

د ليکوالۍ بهرني شرايط

 

لیکوال: د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلى

ليکوالي مخاطب ته د فکر د انتقال ليکنۍ بڼه ده. د ليکوالۍ څلورګوټيز د مخاطب، فکر، انتقال او ليکنۍ بڼې له مجموعې نه جوړېږي. ليکوال په غار کې چغې نه وهي، يوه مخاطب ته لګيا وي. پر دې بنسټ د مخاطب خيال ساتي. د مخاطب د خيال ساتلو مطلب دا دى، چې له هغه سره ټکر نه کوي، بلکې استدلال ورسره کوي او بل دا چې د هغه اړتيا ته ګوري. کومې خبرې دي، چې زما مخاطب پرې نه پوهېږي؟ او په کومو خبرو بايد پوه شي؟ او زما د مخاطب ذهني کچ څومره دى؟

وروستۍ پوښتنه عموما په نصابي او روزنيزو آثارو کې کارېږي. که زه د مکتب د درېيم ټولګي د شاګرد يا د پوهنتون د درېيم ټولګي د محصل لپاره ليکل کوم؛ نو د هغوى د علمي سويې يوه تقريبي بڼه په فکر کې لرم. د دې دواړو لپاره يو ډول ليکل نه کوم.

په روزنيزه ليکوالۍ کې مخاطب معلوم وي؛ خو په آزاده ليکوالۍ کې مخاطب فزيکي موجود نه وي، بلکې د شاعر او ليکوال د خپل فکر زېږنده وي. دې خيالي لوستونکي ته (Applied Reader) وايي. د دې لوستوال يوه ځانګړنه دا ده، چې تر ليکوال کشر وي؛ خو مبتدي لوستونکى نه وي. ليکوال اصلا دې مخاطب ته ليکل کوي او چې څومره د ليکوال ليک پخېږي، دا لوستونکى هم ورسره رالويېږى او په دې ډول ليکوال له ځان سره دا خيالي لوستونکى روزي.

خو ليکوال دا خيالي لوستونکى يو فزيکي موجود ګڼي، چې د ده ليک لولي هم او نيوکې ته يې هم د پښو په څوکو ناست وي. مطلب دا ناقد لوستونکى دى، چې هم اړتيا لري او هم کره کتنه کوي.

دا لوستونکى ليکوال د خپل فکر او بهرني لوستونکي په تړاو کې تخليقوي. څرنګه چې په فرويديزم کې د انسان وجدان(سوپر ايګو) د بهرني اخلاقي نظام پرتو وي، دغسې دا لوستونکى هم د ليکوال په ذهن کې د بهرنيو لوستونکو انعکاس وي؛ خو له سوپر ايګو سره يې توپير دا دى، چې دا يواځې اخلاق نه ګوري، د ليک ادبي ماهيت هم ګوري، چې له ادبي او علمي پلوه په څومره اوبو کې دى.

ليکوالي د همدې خيالي لوستونکي او ليکوال ترمنځ ليکنۍ لوبې ته وايي. ليکوال ليکنه کوي، ده ته يې ښيي، دا ورسره مرسته کوي او په دې ډول د ليکوال ليکنه پخېږي.

دويمه  برخه د فکر د انتقال ده. په شاعرۍ کې فکر د تخيل، موسيقۍ او عاطفې په خوا کې مطالعه کېږي؛ خو په ليکوالۍ کې فکر تر دې ټولو مخکې دى. ليکوالي د فکر د انتقال وسيله ده. د فکر او د معلوماتو ترمنځ توپير دا دى، چې معلومات حافظې ته مخاطب وي؛ خو فکر د ژوند په اړه يوه تجربه راکوي. مثلا: که زه ووايم، پخوانو د کتاب ډېر درناوى کاوه، دا به معلوماتو ته ورته څيز وي؛ خو که ووايم، چې پخوانو ځکه د کتاب احترام کاوه، چې له قرآن کريم سره د تړاو له امله ورته مقدس ښکارېده او څرنګه چې پخوا د چاپ وسايل کم وو، ځکه نو هر کمياب څيز به کله د تقدس درجه ترلاسه کوله؛ نو لوستونکى پوهېږي، چې زه معلومات نه ورکوم، بلکې د کلچر د مهالي بدلون او له کتاب سره د چلن په اړه فکر ورکول غواړم. په دې توګه ويلى شو، چې په معلوماتو کې د ولې پوښتنه نه ځوابېږي. مثلا: خوشال په ١٠٢٢ کې زېږېدلى. دا نو (ولې؟) نه غواړي؛ خو په ځينو مسايلو کې چې زه د (ولې؟) پوښتنه ځوابوم، موخه مې دا وي، چې لوستونکي ته فکر ورکړم. معلومات له تاريخ و مهال سره صريحه اړيکه لري؛ خو په فکر کې مهال ضمني خبره وي.

که ليکوال لوستونکي ته فکر يا د ژوند په اړه داسې خبره ورنه کړي، چې پخوا يې نه وه اورېدلې، کوم کمال يې نه دى ترسره کړى. موخه مې دا ده، چې ليکوال د فکر د توليد مهمه وسيله ده؛ خو فکر څرنګه توليد کړو؟ د فکر د توليد ښه وسيله انکار دى. د انکار لپاره اړينه ده، چې مطالعه وکړو، پرخپل کلچر فکر وکړو او په دې پوه شو، چې کتابونه او زموږ کلچر بشپړ نه دي، بلکې ډېرې نيمګړتياوې لري. د کلچر په دېوال کې د نيمګړتياوو د راغليو درزونو غمه بايد وخت په وخت وخورو. کله چې موږ له ثباته انکار وکړو او له زړه نه تحول ومنو؛ نو د فکر توليد ته جوړېږو؛ خو دا هله کېږي، چې پرله پسې مطالعه وکړو او پر مطالعه او خپل ژوند باندې فکر وکړو. مطلب دا چې رياضت وکړو. ليکوالي لکه د بل هر هنر غوندې پرله پسې رياضت غواړي. رياضت د ليکوالۍ بهرنى شرط دى. که رياضت نه وي د ليکوالۍ پرله پسې وده ټکنۍ شي.

که زه ووايم، د بديع دا دا اړخونه نه منم، موخه به مې دا وي، چې لوستونکي ته د زړې بديع د نيمګړتيا په اړه فکر ورکوم او پر ځاى يو نوى بديل لرم. هغه ليکوال چې خپل کلچر ثابت حقيقت ګڼي او همغه خبرې کوي، چې مخکنيو هم منلې؛ نو لوستونکو ته فکر نه شي ورکولاى. د پخواني کلچر يوه ځانګړنه دا ده، چې له پلرونو ورپاتې فرهنګ يې يو نابدلېدونى حقيقت ګاڼه او خپل رسالت يې يواځې راروان کهول ته د دې په انتقال کې ليده؛ خو اوس هر نسل مسؤوليت احساسوي، چې د خپلو اجدادوو ناسم فرهنګ خپلو بچو ته ونه لېږدوي. همدا د انکار يوه بېلګه ده، چې ته هر څه نه منې او د نه منلو په دې هنر کې درسره لوى ليکوال مرسته کولاى شي.

انکار راته انتقادي ذهنيت راکوي او کوم ليکوال چې انتقادي فکر ولري، د فکر د توليد وړتيا لري. چې د انکار خبره کوو؛ نو ويره نفي کوو او جرات تثبيتوو. ليکوال چې پر کلچر نيوکه کوي، په دې پوهېږي، چې کلچر بدلون ته اړ وي؛ خو د انسان د اعتياد خوى بدلون ته په آسانه غاړه نه ږدي، ځکه چې په پېړيو پېړيو یو دود پالل شوى وي، خلکو ته واقعيت ښکاري؛ خو موږ پوهېږو، چې فرهنګ او ژبه قراردادي خصوصيت لري او قراردادونه کله هم ماتېداى او نوي کېداى شي او دا هله نوي کېږي، چې نقد پرې وشي او ښه نا ښه يې سره بېل شي. کوم چې په نوې زمانه کې د چلښت وړ وي، هغه پاتې شي او نور په لرغونتون کې کېښودل شي. پاس د بديع خبره وشوه. خبره دا ده، چې بديع ټول مباحث د ارتولو دي؟ نه، ځينې مباحث يې اوس هم ګټور دي، چې د شعر په نوې تيورۍ کې پرې بحث کېږي؛ خو ځينې يې د پرېښودلو وړ دي.

انکار مستدل وي. وچ انکار هم وي؛ خو هغه د نوي فکر په توليد کې مرسته نه کوي. لوستونکى له تا نه هيله لري، چې په استدلال پرې خپل فکر ومنې. د مستدل انکار ګټه دا ده، چې بديل هم وړاندې کوي.

دا هغه لارې چارې دي، چې په ليکوالۍ کې راته د نوښت لار ښيي. نوښت د هر هنر غوندې د ليکوالۍ اساس دى. که نوښت ونه کړو، د ټولنې د ذهني کچې په لوړاوي کې نقش نه شو لوبولاى او فرهنګي اضافه نه شوى کولاى؛ خو نوښت هله کولاى شو، چې انکار وکړو او جرات ولرو. کوم ليکوال چې سازښت کوي، هغه فکر نه شي توليدولاى، له هغه سره به تل د ملګري د خپګان او خوښۍ، د خپلې ترفيع او… ويره وي. علم سازښت نه مني.

که دا غوښتنې پوره کړو؛ نو په ليکنه کې مو يوه مهمه پوښتنه (څه وليکم؟) ځوابېږي. دا پوښتنه بېلابېل ځوابونه لري. يو ځواب يې دا دى، چې داسې څه بايد وليکم، چې مخکې يا چا نه وي ليکلي يا يې سم نه وي ليکلي يا يې کم ليکلي وي. دويم ځواب دا چې داسې څه بايد وليکم، چې له مخاطب سره د ژوند په پېژندلو او فکر ورکولو کې مرسته وکړي. درېيم ځواب دا دى، چې د څه ليکلو لپاره انتقاد او انکار اړين دى. دا او ځينې نورې پوښتنې راته د ليکلو لپاره فرضيه راکوي. فرضيه هغه زړى دى، چې د هرې ليکنې ونه پرې ولاړه ده. چې دا زړى درسره ؤ، داسې وګڼه چې له مېوو ډکه ونه درسره ده او چې څنګه يې د (څنګه ليکلو) په ځمکه کې ښخه کړې او خسمانه يې وکړې، ريښې به وغځوي او تنوره به شي.

ليکوالي مخاطب ته د ليکوال د انتقال ليکنۍ بڼه ده؛ خو د ليکلو نورې بڼې او ډولونه هم عام دي. که د حقوقو استاذ د ترفيع کتاب وليکي، ليکوال ورته نه وايو. په خپله د ادب پوهنځي د استاذ د ترفيع کتاب ته هم ليکوالي نه وايو. کله ناکله اصطلاحات ناسم عام شي، چې بيا يې توپير سخت شي. د کيسو، سفرنامو، ځانپېښو، خاطرو، طرحو ليکوال ته ليکوال وايو، ځکه چې ليکوالي د ادب اړوند مسلک دى. د ادبي مقالو ليکوال ته هم ليکوال وایو، ځکه د ادبياتو په اړه فکر هم راکوي او په ليکنه کې يې ژبه هم ادبي ده. ادبي مقالې موږ يواځې د موضوع نه، د خوندورې ژبې له امله هم لولو. موږ چې د کيسو پنځګر ته ليکوال وايو، خو ادب ايجادوي او که د ادبي مقالو ليکوال ته دا نوم اخلو، مخې ته مو يې ادبي ژبه پرته وي. که له ادبي ژبې نه د حقوقو يو ليکوال هم استفاده وکړي، ليکوال ورته وايو. که څوک راته د ادب يا بلې ټولنيزې موضوع په اړه خپل فکر او خپلې تجربې بيان کړي، ليکوال ورته وايو؛ خو له دې سره که له پراخو منابعو نه استفاده وکړي او د ماخذونو د استفاده کچ يې غالب وي او بل دا چې ژبه يې علمي وي، بيا ورته څېړونکى وايو، ځکه مستقيمه ژبه کاروي او زموږ له هنري ذوق سره کار نه لري.

د ښه ليکوال کمال دا دى، چې کليات نه بيانوي، بلکې له خپلو تجربو سره په تړاو کې راته د ژوند جزييات وايي. يوه ليکنه چې څومره مشخصه او جزئي وي، هغومره ګټوره وي او د فرهنګ په بډاينه کې مؤثره وي. که زه د پښتو ادبياتو پر ټولو دورو باندې يوه ليکنه وکړم، هغه به ښه وي که په يوه دوره کې پر يوه مشخصه موضوع وغږېږم، هغه؟ که د داستان پر کلي جوړښت خبرې وکړم، ښه به يې ارايه کړم او که يواځې تلوسه؟

ليکوال دې د چا د ژړولو هڅه نه کوي، بلکې د ژوند په اړه دې يو فکر ورکړي. د داسې الفاظو کارونه ،چې تش وير يا خندنۍ شيندي، د ليکوالۍ له شان سره نه ښايي. ژړل او خندل د لوستونکي کار دى، د ليکوال کار دا دى، چې ادب ايجاد کړي؛ نو که لوستونکي پکې د خندا يا ژړ څه ليدل، هغه يې خپل کار دى.

ليکوال پر خپل ليک باوري نه وي او دا احساس يې نور پرمختګ ته هڅوي؛ خو که ليکوال پر خپل هنر باندې باور ونه کړي، مخکې نه شي تلاى. له خپل هنر سره مينه وکړئ او ورسره رښتيني اوسئ. که پر ماشوم باور ونه کړو، په لويينه به هم راترغاړې وي؛ خو که باور پرې وکړو او لږه مخه ورکړو، ستر کارونه به ترسره کړي او زموږ له اوږې به هم بار واخلي.

يو ليکوال چې له خپل هنر سره رښتينى نه وي، مؤثره ليکوالي نه شي کولاى. موږ هغه څه پر خلکو منلاى شو، چې موږ يې هم غواړو.

وخت هم د ليکوالۍ لپاره مهم دى. که وخت نه ؤ، ليکل بس کړئ او چې کله مو ورته ذهن جوړ ؤ، ويې ليکئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس