معماری
خانه / ادب و هنر / الفت او اقبال؛ د یوه فکر دوه انځورونه!
الفت او اقبال

الفت او اقبال؛ د یوه فکر دوه انځورونه!

 

د ګهیځ ټولنې غړی محمد شعیب قریشي

زمونږ د هېواد د تاریخ یوه غمیزه داده چې دلته همیشه فکرونه رټل شوي دي او د خورېدو او روڼتیا مخه یې نیول شوې ده، او په مقابل کې ډېرو هغو کسانو ته رشد ورکړل شوی دی چې د بادار او دربار له پاره یې قلم چلولی او دا لړۍ –په خواشینۍ سره- اوس هم روانه ده.

له افغان سید جمال الدین څخه یې که را پیل کړو، تر استاد ګل پاچا الفت پورې او تر ننه دا لړۍ روانه ده، ډېر فکرونه په ککریو کې خاورې کېږي او ډېر استعدادونه په کلیو او بانډو کې ضایع کېږي او کوم یو یې چې د رشد او غوړېدا هڅه هم وکړي، رشد او خورېدا ته نه پرېښودل کېږي، او په مقابل کې پر داسې کسانو د نابغه او پوهان نومونه اېښودل کېږي چې د پوهې او علم له ډګر څخه ډېر لرې وي، خو یوازې له دربار سره پېژني او هر ډول ته نڅېدلی شي.

زمونږ د هېواد یو له هغو استعدادونو چې په هیڅ توګه یې د علم قدر –لکه چې ښايي- و نه شو، استاد ګل پاچا الفت دی، چې نه یوازې یو لیکوال، ژورنالیست، شاعر او عالم ؤ، بلکې د یو نوښتګر فکر سر لاری او د محمد اقبال لاهوري په څېر د ویښتابه خورځنګ له ډلې څخه یې شمېرلی شو.

ګل پاچا الفت هم د همغې پېړۍ اوسیدونکی ؤ په کومه کې چې علامه محمد اقبال ژوند کاوه، د انګریزي ښکېلاک پېر او د عثماني خلافت د زوال وخت. د مسلمانانو د جهالت او وروسته پاتې‌والي زمانه او د غرب د علم، غوړېدا او پرمختګ مهال.

هو په داسې وخت کې په یو داسې هېواد کې چې هلته د علم او پوهې نه خلک ډېر لرې پاتې وو او د علم او پرمختګ له ډګر څخه په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ډېر وروسته ؤ، په داسې وخت او داسې هېواد کې استاد ګل پاچا الفت دې نړۍ ته سترګې و غړولې، په داسې حال کې چې د زده کړې لپاره یې ښوونځی هم نه ؤ، یوازې په جومات او حجره کې يې خپلې زده‌‌کړې پرمخ بوتلې.

ګل پاچا الفت څوک ؤ؟

ګل پاچا الفت د میر سید پاچا زوی د لغمان ولایت، د عزیز خان کڅ د منصور کلي کې په کال ۱۲۸۸لمریز (۱۹۱۰زېږدیز) کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي دي.

له رسمي زده‌کړې بې برخې ؤ، خو د الهي استعداد په لرلو سره له جومات او حجرې نه یې د وخت دود علوم زده کړل او له علم او پوهې سره مینې یې د مطالعې لمنه دومره پراخه کړه چې د غرب د فلاسفه‌وو او د شرق د نوابغو ډېر کتابونه یې په ستونزو تر لاسه کړل، ويې لوستل، څه یې ترېنه واخیستل او خپله علمي تنده یې پرې ماته کړه.

استاد ګل پاچا الفت چې کله په ښه، بد وپوهېده، نو د خپل هېواد او خلکو خوار حالت او وروسته پاتې‌والی یې د عقل پر سترګو ولېده، علتونو ته ځیر شو، ننګونې یې ولېدې او بیا یې د حل لارې پر ګوته کړې، خو لکه څنګه چې د آزاد فکر او لوړ عزم څښتن ؤ، د هغه وخت په نادوده رسمي چاپېریال کې یې د تګ هغه چل نه ؤ زده چې د دربار پلویانو یې تمه لرله، نو رغنیز غږ یې په انتقادي زوږ بدل شو. چې په شعر او نثر کې یې داسې ډېرې بېلګې شته چې په انتقادي بڼه د ټولنې او نظام ناخوالې پر ګوته کوي او په دې لاره کې د هیڅ لوري خیال هم نه ساتي، نه د غوړه‌مال لیکوال، نه د رشتو خور حاکم او نه هم له دین نه د غلط فهم اخیستونکو ځینې کسانو.

په همدې چاپېریال کې ګل‌پاچا ستر شو، د قلم انګازې یې له هېواد څخه بهر ووتلې او د فکر ژورو یې ډېر خلک را وېښ کړل، خو بیا هم لکه څنګه چې ښايي د فکري پراختیا او غوړېدا لپاره یې د میدان د نه شتون له کبله او د غوړه‌مالو درباريانو د بدبینې له مخې د هېواد په هسکو غرونو کې یې غږ بند پاتې شو، خو انګازې یې لا تر ننه ختمې نه شوې.

محمد اقبال لاهوري او ګل پاچا الفت:

که څه هم دا مقایسه به ځینې کسانو ته نا آشنا و برېښي، خو که څوک لږ په غور سره د الفت صیب لیکنو او شعرونو ته ځېر شي، نو د هغه پېر د ويښتابه د سرخیلو د فکر څرک به له ورایه د استاد ګل پاچا الفت په لیکنو کې وګوري، چې په سر کې یې محمد اقبال لاهوري دی.

علامه اقبال چې په  ۱۲۵۶ لمریز یا ۱۸۷۸زیږدیز کال د هندوستان د پنجاب ایالات په سیالکوټ کې زېږیدلی دی، له ګل پاچا الفت سره ډېر ورته والی لري او –تقریبا- په لږ تفاوت سره په یو وخت او نړیوالو حالاتو کې اوسېدلي دي.

دا هغه وخت دی چې انګریزي ښکېلاک د نیمې نه زیاته نړۍ تر واک لاندې لرله او اکثره اسلامي او شرقي هېوداونه یې تر ولکې لاندې وو، عثماني خلافت نوی ړنګ شوی ؤ او پر ځای یې په اسلامي نړۍ کې استبدادي او خانداني حکومتونه رامینځ ته شوي وو او په دې اکثرو هېوادونو کې د فکر او د فکر خاوندان حاکمانو ته د زغملو وړ نه ؤ، نو ځکه له دې وړاندې علامه سید جمال الدین هم د فکرونو د تړلو له هېواد څخه کډې کولو ته اړ شو، او د همدې لپاره استاد ګل پاچا الفت ته هغه مقام ور نه کړل شو چې هغه وخت کې له ده څخه په علمي ډګر او فکري چاپېریال کې ډېرو وروسته پاتې کسانو په غوړه مالۍ او دربار ستاینه کې تر لاسه کړ.

بلخوا علامه اقبال ته د انګریز تر استعمار لاندې تر دې ښه آزادۍ وه، او بل دا چې هغه د تنګ افغانستان پرځای په لوی هندوستان کې ژوند کاوه، چې تر خوا یې نور د لوی فکر خاوندان هم له هغه وړاندې، له هغه سره او له هغه وروسته په هند کې پراته وو، د همدې لپاره هغه ته د انګریزي ښکېلاک په سیوري که هغه آزادي حاصله وه چې فکر یې لا پکې رشد وکړ، چې استاد ګل پاچا الفت ته په واړه افغانستان کې د تنګ نظرو واکدارونو په څنګ کې هغه زمینه او آزادۍ هیڅکله هم په لاس ورنغله.

د همدې لپاره اقبال په پراخه هندوستان کې خپل فکر لا پراخ کړ او د غږ انګازې یې شرق او غرب ته ورسېدلې، همدا راز اقبال خپله علمي زېرمه هم ډېره قوي کړه، ځکه چې د تعلیم او زده‌کړې لپاره ورته لارې پرانستې وې، خو الفت ته په افغانستان کې هيڅ هغه حالت نه ؤ برابر له کوم نه چې اقبال برخمن ؤ، د همدې لپاره د الفت فکر او سوچ هغه شان خپور نه شو او و نه ځلېده، لکه څنګه چې د اقبال برخه وه.

ګل پاچا الفت د اقبال په څېر د سوچه اسلامي فکر، له خرفاتو پاک چاپېریال او د خلکو د ويښولو په لټه کې ؤ، چې د دواړو په شعرونو کې د دې بېلګې لیدل کېدلی شي، همدا راز دوی دواړو د غربي فلاسفه‌وو له لیکنو او اشعارو ډېره ګټه پورته کړې ده.

الفت- اقبال او سوچه اسلامي فکر

ګل پاچا الفت او علامه محمد اقبال د هغه وخت د چاپېریال خلاف د سوچه اسلامي فکر لرونکی ؤ او له خرافاتو او د دین په نامه له نادودو یې په هرځای کې سر ټکولی دی او خلک یې د سوچه اسلامي فکر پر لور رابللي دي او له اسلام څخه غلط او خرافاتي فکر یې رټل دی، لکه چې الفت وايي:

د پلار نیکه پر قدم مه ځه حقیقت پسې ځه

هغه دود پرېږده چې حکمونه د قرآن ماتوي

او وایي:

د سیلاب مخه چې د شګو په بندونو تړي

ژبې او خولې د ملایانو په دمونو تړي

د رنځور تبه په ټوټکو خامو تارونو تړي

بل چیرته نشته دلته شته دا کرامت پښتونه

او د لته له اسلام څخه د ناسم فکر او غلطې ګټې اخیستنې ښه انځور وړاندې کوي:

مسلمان اوس دپیرانو بنده‌ګي کړي

لا یو نیم ځانته نسبت د پیر د سپي کړي

ډېر افسوس دی نن په حال د مسلمان

څومره ټيټه مرتبه شوه د ایمان

همد راز اقبال وايي:

اندکی گم شو به قرآن و خبر

باز ای نادان بخویش اندر نگر

در جهان آواره ئی بیچاره ئی

وحدتی گم کرده ئی صد پاره ئی

او وایي:

ز من بر صوفی و ملا سلامی

که پیغام خدا گفتند ما را

ولی تأویل شان در حیرت انداخت

خدا و جبرئیل و مصطفی را

همدا راز الفت او اقبال د مسلمانانو د راو ېښولو هڅه کړې‌ده او هغه مهال چې نیمه نړۍ انګریز د علم او زور پر مټ لاندې کړې وه دې دواړو هڅه کړې ده تر څو دوی هم خپل خلک علم او پوهې ته وهڅوي او د جهالت له تېرو یې را وباسي. همداراز د آزادۍ له اصلي مفهوم سره یې اشنا کړي او دا په ډاګه کړي چې اصلي آزادي او انسانیت په اسلام کې دي، نه دا چې ځنې یې په غربي تمدن او فکر کې لټوي، بلخوا سره له دې چې نوي تعلیمي سیستم دې نړۍ ته ډېر څه ورکړل خو له ډېرو یې د انسانیت، روحانیت او آزادۍ مفهوم واخیست، بلخوا هغو ته چې د ترقي مفهوم یوازې د غرب په ړانده تقلید کې لټوي او ترقۍ او پیشرفت اصلي عالم له خیاله غورځوي، اقبال داسې وايي:

قوت افرنگ از علم و فن است

ازهمین آتش چراغش روشن است

علم و فن را ای جوان شوخ و شنگ

مغز می باید نه ملبوس فرنگ

بنده افرنگ از ذوق نمود

می برد از غربیان رقص و سرود

نقد جان خویش در بازد به لهو

علم دشوار است می سازد به لهو

او وايي:

هم مسلمانان افرنگی مآب

چشمۀ کوثر بجویند از سراب

اهل دین را بازدان از اهل کین

هم نشین حق بجو با او نشین

کرکسان را رسم و آیین دیگر است

سطوت پرواز شاهین دیگر است

الفت بیا په همدې مفهوم وايي:

په مدرسه کې د اغیارو کله

څوک د افغان زوی نه افغان جوړوي

پردی کلتور پردی لمسون له سړي

حلقه به ګوش د این او آن جوړوي

سر کې څه نه پرېږدي ماغزه یې مینځي

د سر وېښته چې په ښه شان جوړي

مود پرستي دومره غالبه شوه اوس

ځان خرڅوي خو چاته ځان جوړوي

غلط علاج نه بې علاجه ښه دی

ناجوړه ښه دی که یې وران جوړوي

همدا راز وايي:

ګورم جهان کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړوي

غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي

د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړ

نجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي

تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار

فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي

د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشي

له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي

چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا

هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي

ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ

واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

الفت/ اقبال او د یو ملت مفهوم

لکه څنګه چې د اقبال په فکر مسلمانان یو ملت دی او د اوسنیو تېرو شوو لیکو جلاوالی دوی سره نه شي بېلولی، که څه هم جلا هېوادونو او بیلو سیمو کې ژوند کوي، خو بیا هم ټول کې سره یو کلتور او فرهنګ لري او دا یې د یووالی نښه او د قوت اصلي ځای دی.

په دې اړ الفت رحمه الله د حج الهام تر سرلیک شعر کې وايي:‎

مختلف او مخالف بېل بېل قومونه

چې تړي د حج دپاره احرامونه

له قومي لباسه هر سړی بهر شي

د هر چا په تن یو لنګ او یو څادر شي

کولتوري اختلاف لاړ شي له نظره

شاهي تاج، شاهي خولۍ لوېږې له سره

نه چلتار د چا په سر نه عمامه وي

د افغان، عرب او ترک یوه جامه وي

تور و سپین عرب عجم سره یو شان شی

د واحد ملت مفهوم ډېر ښه عیان شي

هدف یو د مسلمینو د جهان دی

چې په کاڼو یې هر یو ولی شیطان دی

په رښتیا چې یو امت او یو ملت دی

محمد او ابراهیم ته یې بیعت دی

د شرقی او د غربی قبله یوه ده

پتنګان له هرې خوا ډیوه یوه ده

نه شقاق شته نه نفاق نه اختلاف

معصوم دی د نر او ښځې ایتلاف

او د (خیر البشره) د شعر په یو بیت کې د ملت په هکله وايي:

جوړ دې کړ له ملتونو یو ملت

د توحید د کلمې په برکت

او د اقبال (خودي) پکې پیدا کوي، الفت وايي:

له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه

خیل، قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه

له هګۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسېږه

له دې ټیټې هوا پورته له طیران سره اشنا شه

د زمان مکان په قید کې اوسېدنه اسارت دی

محدود مه اوسه هر ګوره لا مکان سره اشنا شه

په همدې مفهوم اقبال مسلمانان یو امت ګڼي او له اقلیمونو  یې پورته فکر کوي :

قلب ما از هند و روم و شام نیست

مرز و بوم ما بجز اسلام نیست

مسلم استی دل به اقلیمی مبند

گم شو اندر جهان چون و چند

او بل ځای کې داسې وايي:

جوهر ما با مقامی بسته نیست

باده ی تندش بجامی بسته نیست

هندی و چینی سفال جام ماست

رومی و شامی گل اندام ماست

قلب ما از هند و روم و شام نیست

مرز و بوم او به جز اسلام نیست

او د همدې شعر په نورو بیتونو کې دې ته اشاره کوي او وايي:

عقده ی قومیت مسلم گشود

از وطن آقای ما هجرت نمود

حکمتش یک ملت گیتی نورد

بر اساس کلمه ئی تعمیر کرد

او بل‌ځای کې وايي:

آنچنان قطع اخوت کرده اند

بر وطن تعمیر ملت کرده اند

تا وطن را شمع محفل ساختند

نوع انسان را قبائل ساختند

الفت/ اقبال او د آزادۍ اصل مفهوم

الفت د انسان اصلي آزادي په اسلام او ایمان کې لټوي او د ربعي بن عامر التمیمي د دې قول ښه ترجماني کوي، چې ويلي یې ؤ : [الله ابتعثنا لنخرج من شاء من عبادة العباد إلى عبادة الله] ژاړه: الله تعالی مونږ د دې لپاره چې ځینې کسان چې الله یې غواړي د بنده‌ګانو له بنده‌ګۍ را بهر کړو او د الله بنده‌ګان یې کړو.

الفت هم یوازې جسمي آزادي پوره نه ګڼي، بلکې اصل آزادي د فکر آزداي ګڼې او د جسم او فکر آزداي کامله آزداي ګڼي. په هغه وخت کې چې الفت ژوند کاوه، که څه هم په سیاسي لحاظ افغانستان یو آزاد هېواد او خلک یې اکثره مسلمانان وو، خو په فکري لحاظ اکثره ډېر وروسته پاتې، یا هم د کمونستي فلسلسفي او یا غربي تمدني ښکلا داسې غلامان وو، چې هرڅه یې په دې فکرونو کې لېدل، بل پلو د حاکم استبداد لمنه دومره پراخه وه چې ډېرو یې د چارواکو غلامي کوله او ډېر لږ کسان د آزادۍ له اصلي مفهوم او د اسلام له اصیل فهم سره آشنا ؤ. الفت غواړي چې خلک له وړو فکرونو او واړه افغانستان را بهر او له جهان سره آشنا کړي او د آزادۍ اصلي مفهم ورته وښايي او پوهې ته یې وهڅوي او د آزادۍ اصلي مفهوم ګل‌پاچا الفت مرحوم داسې په ګوته کوي، چې:

آزادي ده ژوندانه لره اکسير

لوی دولت دی ورسره خير کثير

په عادي نظر کتل ورته ګناه ده

ناپوهي ده د وجدان او د ضمير

پت عزت د ژوندانه آزادي بويه

بې له دې وي ژوند ذليل خوار او حقير

آزادي د تن او غړو څه په کار ده

که دې فکر وي تړلی په ځنځير

چې آزاد فکر لري په جېلخانه کې

دی آزاد دی نه غلام غوندې وزير

په تش لاس آزادي نه شي څوک ساتلی

آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقير

چې وطن او ملک آزاد وي کله ښايي

چې يې خلک د څو تنو وي اسير

باداري د زور او زرو چې کړي ورکه

ده همدغه آزادي وړ د تقدير

همدا راز وايي:

په شړۍ کې ښه يم زه آزاد فقير

نه ورېښمو کې چينجي غوندې اسير

په خمتا کې حر آزاد ښه دی سل ځله

له غلامه چې لباس يې وي حرير

د وژغنو په کېږدۍ کې که آزاد يم

يو وېښته به يې ورنه کړم په کشمير

په ويجاړه کې مرغان ځاله کې خوښ وي

په قفس کې د سرو زرو وي زهير

چې مرغان په هوا وينم چرګ په ځمکه

راته ياد د اسارت شي بد تاثير

او وايي:

د بندي فکر خاونده د وهمونو نظر بنده

که ذهني آزادي غواړې له عرفان سره اشنا شه

که د ځان په شان انسان ته ودرېدلی یې سر کوزی

ځان دې نه دی پېژندلی، له خپل ځان سره اشنا شه

چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکور یې

بې ایمانه راته ښکاری له ایمان سره اشنا شه

دې ته ورته اقبال رحمه الله هم مسلمانان ذهني او جسمي آزادۍ ته هڅوي، راویښوي یې او یووالي ته یې را بولي. وايي:

تو شمشیری زکام خود برون آر

برون آ از نیام خود برون آ

شب خود روشن از نور یقین کن

ید بیضا برون از آستین کن

او وايي:

ماسوای الله را مسلمان بنده نیست

پیش فرعونی سرش افکنده نیست

او په آخر کې، اقبال چې په غلام هندوستان کې د اسلامي واحد فکر لاره او له پرنګي ښېکلاک نه د آزاد افغانستان مشرانو ته یې د امید سترګې نیولي وې او د اسلامي نړۍ له غلامو هېوادونو نه ناهیلی شوی ؤ، غازي امان الله خان ته په ویل شوي شعر کې داسې خطاب د اسلامي امت حال داسې بیانوي: (پیشکش به حضور اعلیحضرت امیرامان الله خان فرمانروای دولت مستقلهٔ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله)

مصریان افتاده در گرداب نیل

سست رگ تورانیان ژنده پیل

آل عثمان در شکنج روزگار

مشرق و مغرب ز خونش لاله زار

عشق را آئین سلمانی نماند

خاک ایران ماند و ایرانی نماند

سوز و ساز زندگی رفت از گلش

آن کهن آتش فسرده اندر دلش

مسلم هندی شکم را بنده ئی

خود فروشی دل ز دین بر کنده ئی

در مسلمان شأن محبوبی نماند

خالد و فاروق و ایوبی نماند

او له امان الله خان څخه دا تمه لري:

جان تو بر محنت پیهم صبور

کوش در تهذیب افغان غیور

تا ز صدیقان این امت شوی

بهر دین سرمایهٔ قوت شوی

جان ما را لذت احساس نیست

خاک ره جز ریزهٔ الماس نیست

علم و دولت نظم کار ملت است

علم و دولت اعتبار ملت است

آن یکی از سینهٔ احرار گیر

وان دگر از سینهٔ کهسار گیر

دشنه زن در پیکر این کائنات

در شکم دارد گهر چون سومنات

لعل ناب اندر بدخشان تو هست

برق سینا در قهستان تو هست

کشور محکم اساسی بایدت

دیدهٔ مردم شناسی بایدت

ګل پاچا الفت په واړه افغانستان کې د ډېر غټ فکر خاوند ؤ، د هغه د ژوند د ټولو اړخونو څېړل دې ته اړتیا لري، چې په اړه یې یو ځانګړې علمي ټولنه کلونه کار وکړي ترڅو د هغه د فکر او ژوند هغه برخې را څرګندې کړي چې لا تر اوسه هم –لکه څنګه چې ښايي- ورته کار نه دی شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس